نظــر

د طالبانو د زعیم په اختریز پیغام کې د پام وړ نقاط او ورباندې لنډه تبصره

تحلیل: عزام حقاني

طالبانو آمیر د کال په هرو دوو اخترونو کې له خپل ادرسه  اختریزي بیانیې او پیغامونه خپروي.

چې مجاهدینو، ولس او د نړۍ مسلمانانو ته پکې د اختر تبریکي، د غمونو تعزیت، د هېواد پر اشغال او یو لړ نورو مهمو سیاسي، تعلیمي، اجتماعي او اقتصادي موضوعاتو کتنه کوي.

د اختریزو پیغامونو په تسلسل کې د روان ١٣٩٩ لمریز کال د عید الاضحی په راتګ سره د پخوا په څیر یو ځل بیا له خپله ادرسه اختریزه بیانیه نشر کړې ده چې یو لړ مهمو مساﺉلو ته پکې نظر شوی دی.

لومړی: د هېوادوالو امنیت، د هغوی د عزت، ژوند او مال حفاظت او د ولس د حقوقو دفاع او ورکونه د مجاهدینو له علیا مسؤلیتونو څخه دي..

په دې بند کې د مجاهدینو(طالبانو) زعیم او امیر ځان ولس ته مسؤل، د هغوی استازی او د ولس د حقه حقوقو مدافع او ساتونکی بللی دی.

د ولس ثابت حقوق پر حاکم جهت باندې د عزت، ژوند، مال، حیثیت، حقوقو ساتنه او له ظالم څخه د مظلوم حق ورکول او د سوکاله ژوند د وسایلو برابرول دي.

د دې پراګراف په دویم بند کې مجاهدینو ته پر تقوا او خپل منځي اتحاد ټینګار، له ځانځانۍ او کبر څخه د خود داري کلک هدایات شوي دي.

یقینا تقوا او د صف استحکام هغه څه دي چې  قافله خپل منزل ته رسوي؛ که څه هم له سختو پېچومیو او د زمان له حوادثو سره مخ وي ځکه قرآن کې الله جل وعلا شأنه د مؤمنانو د اجتماعي قوت کلیدي اسباب په واضحو الفاظو بیان کړي دي چې عبارت له تقوا او خپل منځي یووالی څخه دي.

دا هم ثابت حقیقت دی چې په کومو قومونو کې چې کبر او ځانځانۍ کرکجن صفات پیدا شي هغه به د زلت وروستي پوړ ته غورځي او هم به د دښمنانو په پښو کې د سلامۍ سرونه ږدي، په اندلس او افریقا کې د مسلمانانو بیړۍ د کبر او ځانځانۍ له امله ډوبې شوې.

دا رنګه د اتحاد جماهیر شوروي په وړاندې د افغان جهاد بریالۍ ثمره هم د کبر او ځانځانۍ کرغیړنو اعمالو برباد کړه.

همدا رنګه پر نعمت شکر او الله ته عاجزي د نعمت د بقاء او زیادت اهم اسباب دي لکه څنګه چې د قرآن په ابراهیم سورة کې الله فرمایي: وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِن شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ ۖ وَلَئِن كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِى لَشَدِيدٌ. ٧ نمبر ایت

او په ياد ولرئ، ستاسي رب خبردار کړي واست چي كه شكر و باسئ؛ نو پر تاسي به لا زياته پېرزوينه وکړم او كه د نعمت ناشكري وکړئ؛ نو زما سزا ډېره سخته ده.”

دویم: الف: زموږ جهاد د اشغال د خاتمې او د سوچه اسلامي نظام د اقامې لپاره دی.

ب: ، پر قدرت انحصار نه غواړو.

ج: د ملت پر ارمانونو به جفا نه کیږي. ان شاء الله

د: پر شخصي مسایلو له چا سره دښمني نلرو.

و: پر منطق او تفاهم باور لرو که څوک د اسلامي نظام د اقامې په لار کې خنډ جوړ نه کړي.

ز: افغانستان د ټولوافغانانو کور دی باید په رغولو کې يې ونډه ولري.

* یادونه باید وکړو؛ چې کله هم د روسانو یرغل ناکام او د افغانانو جهادي مقاومت کامیاب شو، د روس ګوډاګي رژیم سقوط وکړ او کابل باندې مجاهدین حاکمان شول.

جهاد کامیاب شو، د روسانو ټغر ټول کړل شو او هیواد آزاد شو خو د جهاد اهداف چې د اسلامي نظام اقامه او استقرار، د امنیت تأمین او د هېواد بیا رغونه، د ولس د عزت، ژوند او مال خوندي کول وو د عنقاء مرغه لیدل شول بلکې داسې یو حالت جوړ شو چې د روسانو په موجودیت کې نه و پیښ شوی.

ورځ تر بلې حالت د خرابتیا په لورې تلل، خو د حالتو سمون او د سولې څرک تر سترګو نه شو.

په ټول افغانستان کې بې نظمي او بې امنیتي د اوج کچې ته لوړه شوه، حکومتي نظام یا هم محدود او یا بیخي ختم شو.

هر پاټکسالار او قومندان ځان د خپلې منطقې خپلواک باچا ګاڼه.

ریښتیني مجاهدین که طالبان او که غیر له طالبانو څخه نور څوک وو پر کورونو ناست او له صحنې وتلي وو.

دا چې طالبانو په ټول افغانستان په ځانګړې توګه د پښتنو په علاقو کې خاص محبوبیت درلود او هم یې د جهادي مقاومت په وخت کې ولس ته کامیابه ازموینه ورکړې او د خلکو باور او اطمنان يې حاصل کړی وو؛ نو ځکه د اکثریت هېوادوالو بیا طالبانو ته د امید سترګې اوښتې، څو مظلوم ملت ته د وحشي لېوانو له پنجو څخه نجات ورکړي او د ډاډمن امنیت لرونکي یې کړي.

همدا وجه وه چې طالبانو د خلکو د نجات او د سیمي د امنیت لپاره یو ځل بیا د جهاد او مقاومت سنګرونو ته راودانګل، څو ولس ته د مجاهدینو په جامه کې له وحشيانو څخه خلاصون ورکړي.

بناء د طالبانو لومړنی قیام د بې لارې شویو مجاهدینو او بې مسؤلیته ټوپکوالو اصلاح، خلکو ته د سوکاله ژوند زمینه تیارول او هره پرېکړه به د شریعت مطابق په قرآن او نبوي سنتو سره کیږي وو.

* او روان شل کلن جهادي مقاومت یې د اشغال د خاتمې، د اسلامي ټول شموله نظام اقامه او د افغانانو لپاره د سوکاله زنده ګي برابرولو په مؤخه دی چې هیڅ ډول التباس او چل پکې نه ځاییږي.

* د اشغال په خلاف روان جهادي مقاومت او د طالبانو په اداري نظام کې د هېواد د ټولو پرګنو موجودیت هغې خبرې ته د عمل او صدق جامه وراغوندي چې (پر قدرت انحصار نه غواړو) ځکه د یو ملت د چارو په تنظیم کې باید د هغې سیمي ټول وګړي شرکت وکړي څو هغې سیمي ته امنیت او وګړو ته یې سکون په برخه شي.

ځکه دا تجربه شوې خبره ده چې په یو نظام کې تبعیضي چلند د هغه نظام بنیاد له منځه وړي، نو نباید د نظام نړولو ته اسباب برابرکړل شي.

* طالبان هغه ټولی دی چې د ژبې او زړه خبره یې یوه ده، په اراده او نیت کې یې کږوالی او فریب نشته، په اخلاص، تقوا او دیانت کې لا مثاله دي،د ولس د ارمانونو او د تیر جهاد د اهدافو ژوندي کوونکي او ساتونکي دي، د ګران هېواد د آزادۍ او استقلال لپاره یې شل کاله مقاومت د ځان په لولپه کولو سره وکړ، د الله قانون د بشري ژوند لپاره کافي نظام بولي؛ نو د داسې صفاتو لرونکي انسانان له چا سره خیانت او ټګي هرګز نه کوي.

* د طالبانو د محبوبیت او بریا له رازونو څخه یو هم دا دی چې دا ټولی له چا سره د شخصي او دنیاوي مفادو پر اساس دوستي او دښمني نه کوي، بلکې محبت او دښمني یې یوازي د الله جل جلاله د رضا لپاره وي او ده، د هیچا سره ذاتي دښمني نلري.

هر هغه څوک چې د دې ملت د ارمانونو او د تیر او اوسني جهاد د اهدافو په مخکي خنډونه جوړوي د طالبانو دښمن دی، غیر له دینه بله د دښمنۍ وجه له چا سره نلري.

* طالبانو د دې نهضت په ابتداء کې غوښتل  موجوده مشکلات د تفاهم له لارې حل کړل شي خو د قدرت او منصب لیونیانو د زور په ژبه خبرې کولې او هیڅ راز منطق ته یې غوږ نه نیوه، نو اوس هم که څوک له زور کارونې ډډه وکړي طالبان اماده دي مسایل د خبرو له لارې حل کړي.

* افغانستان د افغانانو ګډ کور دی، رغونه یې هم د ټولو افغانانو ملي مسؤلیت دی، هیڅوک نه شي کولی چې څوک د خپل کور له ترمیم او ودانولو څخه راوګرځوي، په راتلونکي اسلامي نظام کې به ټول افغانان د خپل استعداد او اهلیت مطابق د دې وران او کنډواله شوي کور په رغولو کې برخه اخلي.

* مسؤلیتونه او کارونه و اهل اشخاصو ته سپارل د اسلامي نظام اساسي غوښتنه ده، کوم نظام کې چې دندې د اړیکو او رابطو په بنیاد ویشل شوې وي دوام نه شي موندلی او نه هم اسلامي نظام ورته ویل کیږي ځکه په اسلامي نظام کې د مسلمانانو د چارو اداره کول یو مسؤلیت او پیټی ګڼل شوی هغه څوک به دغه بار پر اوږو وي چې استعداد یې ولري.

لوی شمیر احادیث دي چې مؤمنانو ته امر کوي چې وظایف اهل اشخاصو ته وسپارﺉ ځکه دا یو امانت دی او په امانت کې خیانت عظیمه ګناه ده او د الله جل جلاله د قهر سبب جوړیږي.

دا راز چې کله هم د مسلمانانو اداري او سیاسي چارې نا اهلو کسانو ته وسپارل شوې مسلمانان له زلت، محکومیت او اسارت سره مخ شول او په خپلو وطنونو کې د کفارو بندیان شول.

اسلامي خلافت او اسلامي برم سقوط وکړ، د مسلمانانو وقار او شان له خاورو سره خاورې شو.

نو که الله جل جلاله مؤمنانو ته د اسلامي نظام د اقامې توان ورکوي لازمه ده چې د دوام اسباب یې دوی تیار کړي.

دریم: په دوحه کې له افغانستان څخه د یرغلګرو ځواکونو د ایستلو، ګران هېواد ته د استقلال او خپلواکۍ د اعاده کولو او د اسلامي نظام د اقامه کولو تړون وشو چې د افغانستان په تاریخ کې ځانګړی زماني او مکاني ارزښت لري.

په دې تاریخي تړون کې د افغانستان د ثبات فرموله نغښتې ده باید د تطبیق لپاره یې ټول افغانان ریښتینې هڅه وکړي.

د بین الافغاني مذاکراتو په مخکې پراته خنډونه باید لیري شي، د ٦٠٠٠ بندیانو د خلاصون پروسه چې باید په لس ورځو کې نهایي شوې وای تکمیل نه شوه.

* که منصفانه کتنه وشي دا ټول هغه څه دي چې طالبانو یې په اړوند خپل مسؤلیت ادا کړی دی؛ خو د کابل حکومت په داخل کې ځیني وارداتي اشخاص او کړۍ دي چې د واک د تمدید لپاره ډول ډول خنډونه جوړوي او نه پريږدي چې افغانان د ارام او سوکاله په اسلامي نظام پوښلي افغانستان لرونکي او لیدونکي شي.

بنآء ټول مسؤل جهتونه باید خپل مسؤلیت ته متوجه شي او پرې نه ږدي چې د چوکۍ مینان افغانان د خپلو ناولو اهدافو لپاره څو کاله نور هم استعمال د غمونو او ناخوالو لیدونکي کړي.

* سوله او اسلامي نظام د ټولو افغانانو د لسیزو ارمان او سپېڅلي اهداف دي نباید د ځینو پردیپاله کسانو د شومو مؤخو د حصول په لار کې قربان شي.

څلورم: بهرني قوتونه او په ټوله کې امریکایان د دوحې د توافقنامې په اساس مسؤل دي چې د افغانستان د ثبات په لار کې خنډونه ایجاد نه کړي، د بندیانو د خلاصون پروسه باید پایته ورسیږي او د توافقنامې سره سم دې خپل عسکر وباسي نباید د بې اعتمادۍ فضا ته نور هم سرایت ورکړي، ځکه یاد تړون د دواړو هېوادونو د ګټو او حیثیت ساتنې لپاره مهم دی.

د اشغال خاتمه او د اسلامي نظام اقامه هغه څه دي چې افغانان به یې ډیر ژر په خپلو سترګو وویني. ان شآء الله

نېټه: ١٤٤١/١٢/٨ هجري قمري

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close