افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد له غني او عبدالله سره  د افغان سولې په اړه غږېدلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ زمري، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی  «زلمی خلیلزاد» د کابل حکومت له دواړو ونډه والو «عبدالله» او «غني» سره لیدلي او د افغان سولې اړوند موضوعاتو په اړه ورسره غږېدلی.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې اشرف غني د پخواني حکومت مشر «حامد کرزي» او د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» په حضور کې له خلیلزاد سره کتلي او د دواړو لورو تر منځ د اوربند د تمدید یا د «تاوتریخوالي» کموالي ، د حکومت او طالبانو ډلې ترمنځ د مخامخ مذاکراتو د پیل او د زندانیانو د تبادلې په اړه، بحث اوخبرې شوې.

په ورته وخت کې د پخلاینې عالي شورا له ادرسه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې خلیلزاد له عبدالله سره ځانګړې ناسته کړې او په مهال یې د بندیانو د تبادلې د پروسې د نهايي کولو، د جګړې د شدت کموالي او اوربند په اړه خبرې شوې.

د اعلامیې په بنسټ، دواړو لورو د طالبانو او حکومت له لوري د اعلان شوي اوربند هرکلی وکړ او تمه یې وښوده چې د بین الافغاني مذاکراتو تر پیلېدو وړاندې به د جګړې شدت راکم شي.

د خلیلزاد او حکومت مشرانو تر منځ لیدنې داسې مهال دي چې طالبانو له یوه لوري د اوربند اعلان کړی او تر څنګ یې د ښه نیت په منظور تر اختر پورې د زر تنه دولتي بندیانو د خلاصون اراده کړې.

طالبانو تر دې وړاندې هم په بیا، بیا ټینګار کړی، چې دوی د خپلو بندیانو له خلاصون وروسته د یوې اوونۍ دننه له ټولو افغاني جهتونو سره خبرو ته تیار دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

خلیلزاد ګوډ شیطان او د نظم نوین جهانی غړیتوب لری ، د نظم نوین جهانی غړی تر جمهور ریس او وزیرانو پورته صلاحیت لری پلانونه جوړوی او تصامیم نیسی په امریکا کی دننه کلی واک او ځواک لری نو په مستعمرو هیوادو کی لکه افغانستان په غلامو ادارو خو دماشومانو په شان ساعت تیری کوی . ع او غ غلامانو باندی دوی ساعت تیری کوی په دی دول خبرو هیوادوال او نړیوال تیرباسی چه هغوی حکومتی ځواک او واک لری ځکه یی نظر اخستل کیږی . په دوحه کی یی د طالب مشرانو سره د غلامی اداری سره د مخامخ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close