خبرتیاوی او پیغامونهد سولې څار

د سولې او اوربند په اړه خپل پيغامونه پخپل غږ د نن ټکي اسيا له لارې تر نورو ورسوئ!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

اختر او په ګران هیواد افغانستان کې مو اختریز اوربند مبارک سه.

درنو مينه والو!
مونږ په نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل او ټویټر کې غواړو چې د سولې او خوښیو په دې اختر کې د ویډیویې پيغامونو یوه لړۍ پیل کړو، تاسو که غواړئ ګډون راسره وکړئ، نو هیله ده په لاندي ډول د یوې دقیقې پيغام د افغانستان د دوامدارې سولې په خاطر راسره شریک کړئ.

د لاندي پيغامونو څخه یې یو یا دواړه په بیل بیله توګه تاسو په ویډیو کې ثبتولای سئ، او که بالفرض ویډیو نه غواړئ، نو په غږ کې ثبت کړئ او خپل انځور را واستوئ.

که تاسو ددې پر ځای خپل پيغام ثبتوئ، نو کولای سئ، خو پر سولې او اوربند به را څرخي او د هیڅ یوه سیاسي جریان نوم یا شخص نوم به نه اخیستل کیږي.
……..

لومړی پيغام:

زما نوم ………… دی، زه په …………… ښار/ ولایت/ هیواد کې اوسیږم. خپلو ټولو هیوادوالو ته د سوله ییز اختر او اوربند مبارکي وایم، مننه له ټولو هغو کسانو چې په هیواد کې د سولې لپاره هلې ځلې کوي. د الله تعالی څخه مي خواست دی چې پر افغانانو ورحمیږي او نور په ګران هیواد افغانستان کې سوله او امن قایم شي.

سوله او د خپلې خوښې اسلامي نظام د افغانانو حق دی، افغانان باید د خپل مسیر ټاکلو واک ولري. مونږ افغانان پر ټولو اړخونو غږ کوو چې باید د سولې پر وړاندي نور شرطونه، خنډونه او بهانې را منځته نه کړي.

دا پيغام د نن ټکی اسیا لپاره ما …………خپل نوم………..ثبت کړ.

مننه
=======
دوهم پيغام:

زما نوم ………… دی، زه په …………… ښار/ ولایت/ هیواد کې اوسیږم. خپلو ټولو هیوادوالو ته د سوله ییز اختر او اوربند مبارکي وایم، مننه له ټولو هغو کسانو چې په هیواد کې د سولې لپاره هلې ځلې کوي.

دا اختر ځکه هم ځانګړی دی چې ډیری بندیان به له کلونو وروسته د خپلو کورنیو سره یو ځای دا خوښۍ لمانځي، راځئ د سولې او بندیانو د ازادۍ لپاره غږ اوچت کړو، راځئ د سولې او یووالي لپاره غږ اوچت کړو.

سوله او د خپلې خوښې اسلامي نظام د افغانانو حق دی، افغانان باید د خپل مسیر ټاکلو واک ولري. مونږ افغانان پر ټولو اړخونو غږ کوو چې باید د سولې پر وړاندي نور شرطونه، خنډونه او بهانې را منځته نه کړي.

دا پيغام د نن ټکی اسیا لپاره ما ……..خپل نوم…….. ثبت کړ.
مننه
============
دریم پيغام:

زما نوم…. دی، زه په…. کې اوسیږم.
زما نوم ………… دی، زه په …………… ښار/ ولایت/ هیواد کې اوسیږم. خپلو ټولو هیوادوالو ته د سوله ییز اختر او اوربند مبارکي وایم.

((په خپلو الفاظو د اختر، اوربند، او سولې په اړه خپل تاثرات ووایئ.))

دا پیغام ما ……………….. خپل نوم ذکر کړئ…………………د نن ټکی اسیا لپاره ثبت کړ.

خپل پيغامونه موږ ته په دې برېښناليک راولېږئ:
nunn.asia@gmail.com

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close