روغتیا

چینایي ساینس پوه پر خپل ځان د کرونا واکسین تجربه کړې

ګاوفو وایي که موږ خپل چمتو کړي واکسین پر ځان تجربه نه کړو خلکو ته به څرنګه ددې د کارولو قناعت ورکړو؟

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ زمری، ۱۳۹۹ل): د ناروغۍ کنترول او مخنیوي لپاره د یوه چینایي مرکز مشر ویلي چې ده پر خپل ځان د کرونا واکسین ازمویلي دي تر څو د واکسین تصویب کېدو وروسته عام خلک ددې کارولو ته قانع وي.

د یاد مرکز مشر «ګاوفو» په یوه ویبینار کې د وینا پرمهال وویل، «زه د یوه داسې کار په کشفولو بوخت یم چې هیچاته یې په اړه معلومات نشته، ما خپل ځان ته واکسین لګولي او امید دی چې دا به کار وکړي».

ګاوفو په داسې حال کې ددې خبر ورکوي چې په نړۍ کې لسګونه واکسینونه تر ازموینې لاندې تیریږي، د واکسین تجربې او ازمیښت لپاره له ځینو رضاکارانو کار اخیستل کیږي چې د مثبت او منفي اغیز یې معلوم کړي.

خو ګاوفو وایي تر څو چې موږ خپل چمتو کړي واکسین پر ځان تجربه نه کړو خلکو ته به څرنګه ددې د کارولو قناعت ورکړو. هغه زیاتوي، ما دا کار ځکه وکړ چې نږدې ده خلک پر واکسین باور له لاسه ورکړی و.

هغه وایي، هر چاته د واکسین په اړه انديښنې ولاړې شوي، یو ساینس پوه باید شجاع او زړور کس وي، «که موږ خپل چمتو کړي واکسین پر خپل ځان ونه ازمویو نورو ته به څرنګه ددې کارولو قناعت ورکړو».

ګافو نه ده څرګنده کړې چې دغه واکسین یې چیرته، کله او څرنګه لګولي دي، نوموړي دا هم نه ده څرګنده کړې چې د حکومت په تصویب سره یې دا کار کړی که نه؟ په دې لړ کې هغه دغه پوښتنو ته ځوابونه نه دي ویلي.

په نړۍ کې د کرونا ضد واکسین چمتو کولو لپاره نږدې ۲۰۰ ډوله واکسین تر چمتو کېدو لاندې دي، په دې کې یې له شلو زیات تجربه شوي چې تر ټولو زیات ۸ ډولونه یې چین ازمویلي دي.

د اروپایي، امریکایي او یو شمېر نورو هېوادونو لخوا د کرونا ضد واکسین چمتو کېدل اوس د هېوادونو په کچه یوه سیاسي بریا ګڼل کیږي، خو لا یې کوم هېواد په چمتو کولو بریالی شوی نه دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close