ورزش

کرکټ بورډ وایي د ۲۰۲۴م شل اوریزو نړیوال جام کوربه توب لپاره هڅې کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ زمری، ۱۳۹۹ل): د افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري چې د ۲۰۲۴م شل اوریزو نړیوال جام کوربه توب د افغانستان په برخه شي.

د کرکټ بورډ عمومي مشر فرحان یوسفزی وایي د ۲۰۲۴م شل اوریزو نړیوال جام کوربه توب لپاره یې هڅې پېل کړي دي او ددې سیالیو ترسره کېدو لپاره د کابل لوبغالی په یوه معیاري لوبغالي بدلوي. هغه په دې لړ کې یوه کابینه هم تصویب کړې چې له اختر وروسته به په دې اړه پریکړه وکړي.

فرحان یوسفزی زیاتوي، دغه لوبغالی به د نړیوالو معیارونو پر بنسټ جوړیږي او له چمتو کېدو وروسته به کرکټ بورډ ته یوه لویه عایداتي سرچینه اووسي.

ښاغلی یوسفزی دا خبرې داسې مهال کوي چې کرکټ بورډ له هر لحاظه په فساد کې ښکېل دی، د ادارې لخوا ګوښه شوي کسان د کرکټ بورډ پر مالي او اداري فساد تورونه پورې کوي.

بل لوري ته د هېواد اوسنی امنیتي وضعیت چې د مدني فعالانو په وینا یو عادي شخص خوندي نه ګڼل کیږي، هلته به د کرکټ نړیواله شورا نړیوالو سیالیو ترسره کولو ته زړه ښه نه کړي.

د کرکټ بورډ مشر په اداره کې د اصلاحاتو یادونه هم وکړه، هغه زیاته کړه، د یو شمېر کسانو معاشونه چې په تشریفاتي ډول یې ترسره کول بند کړي دي.

دغه راز د افغان پریمیئر لیګ سیالیو ترسره کولو په اړه کرکټ بورډ خبر ورکړ چې ډير ژر به یې په اړه تصمیم ونیسي او له شپږیزې لیګ وروسته چې په سپتمبر میاشت کې ترسره کیږي له فساده خالي لیګ هم ترسره شي.

کرکټ بورډ په داسې حال کې د اصلاحاتو ادعا کوي چې څو ورځې وړاندې یې اجرائیه مشر لطف الله ستانکزی په یو شمېر تورونو له دندې ګوښه کړ.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close