
د خوشحالۍ ورځ یې په لوی غم بدله شوه
مولوي محمدرضاء رحماني
یزید بن مالك أموي خلیفه و، هغه د عمربن عبدالعزیز رحمه الله څخه وروسته تېر شوی دی، دئ نوی خلیفه وو ، یوه ورځ یې وویل چې نن ورځ به زه په خوشحالۍ سره تېروم.
څوک وایي چې بادشاهانو ته خوشحالي نه نصیب کیږي؟ تاسو به ووینۍ ، زه ګورم چې څوک ما له خوشحالۍ منع کولی شي ، نن صبا ډېرې سرکشۍ څه او څه کیږي یوه نا یوه بدبختي جوړیږي خو….
نن ورځ به ماته هیڅ کوم ولسي خبر نه راوړئ، اګرکه ډېر لوی ناورین هم وي ، نن ورځ څه آورېدل نه غواړم ، ننۍ ورځ په خوشحالۍ سره تېرول غواړم.
دده یوه ډېره ښايسته وینځه وه نوم یې (حبابه) وو، د حسن او جمال یې مثال نه وو ، له خپلو بیبیانو به یې هم زیاته مینه ورسره کوله ، له هغې وینځې سره شاهي محل ته ننوت ، مېوې قسما قسم خواړه رااغلل شربتونه راوړل شول ، ځکه چې نن ورځ به امیرالمؤمنین په خوشحالۍ تېروي.
له نیمې څخه کمه ورځ تېره شوی ده ، حبابه یې له ځان سره أخیستي ده ، خاندي خوشحال دي ، یزید بن مالک په خپله د انګورو دانې أخلي حبابې ته یې په خوله کې ورکوي ، د انګور یوه دانه یې د حبابې په خوله کې واچوله نو هغې په څه خبره وخندل هغه دانه یې د هوا مرۍ ته ولاړه هلته ایساره شوه ، په ډېر لګ وخت کې حبابې خپله ساه ورکړه.
هغه ورځ چې ترټولو په خوشحالۍ یې تېرول غوښتل دده په ژوند کې ترټول بدترینه ورځ ثابته شوه ، یزید لېونی شو ، عقل یې له لاسه ورکړ ، تر دریو ورځو یې د ښخېدلو اجازه هم نه ورکوله ، بالآخره د حبابې بدن بدویي شروع کړه ، خو د بنو أمیه سردارانو په زور د هغې مړی ترې واخیست دفن یې کړ.
دوه هفتې وروسته یزید بن مالک د لېونتوب په حالت کې ژوند له لاسه ورکړ او ومړ.
د هرکار په ترسره کولو کې به له الله تعالی څخه مرسته غواړې او د الله تعالی پر مشیة به مؤمن أوسې.