شعـــــرونه

اختره! د زخمي زړونو ټکور شه هله راشه!/ ماليار

حماد ماليار

اختره! د ښايست رنګين انځور شه هله راشه!
اختره! د زخمي زړونو ټکور شه هله راشه!

اختره! د چا پلار او د چا مور شه هله راشه!
اختره! د چا خور او د چا ورور شه هله راشه!

اختره! دا وړې ، وړې سلګۍ پکې دفن کړه!
اختره! د فرياد لپاره ګور شه هله راشه!

اختره! غوټۍ وا کړه د سپرلي په ښکلو وړانګو!
اختره! لکه لمر پر وطن خپور شه هله راشه!

اختره! ستا له غږ سره د غم خونه ړنګيږې
اختره! ملا يې ماته ، مخ يې تور شه هله راشه

اختره! د هر چا د سوي زړۀ درد ته درمان شه
اختره! د هر چا د مينې کور شه هله راشه

اختره! د “حماد ماليار” په چم کې خاموشي ده
اختره! د بلبل غوندې په شور شه هله راشه

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close