افغانستان

امریکا: افغانستان کې دې بچه بازي پای ته ورسول شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ زمری، ۱۳۹۹ل): په کابل کې د امریکا  سفارت سرپرست «راس ویلسون» په افغانستان کې د بچه بازي د پای ته رسولو غږ کړی.

راس ویلسون دغه څرګندونې د انساني قاچاق د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپل ټويټر لیکلې.

نوموړي ویلي «موږ پر افغانستان غږ کوو، چې بچه بازي او اجباري مزدوري پای ته ورسوي او ددې ډول اعمالو مرتکبیونو ته سزاء ورکړي.»

ویلسون ددې تر څنګ غوښتنه کړې، چې د انساني قاچاق له قربانیانو د ملاتړ په موخه دې یو میکانیزم جوړ کړل شي.

په  افغانستان کې د امریکا د سفیر  پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې څه موده وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني  راپور کې  د کابل حکومت چارواکي په ځانګړي ډول د دولتي ځواکونو قوماندانان تورن شوي وو، چې په پوستو کې کم عمره کسان ساتي او له ماشومانو څخه جنسي استفاده کوي.

په راپور کې راغلي و، چې حکومت سره له دې چې په پوستو او  د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د بچه بازۍ نظاره کوي؛ خو په دې اړه یې تر دې دمه هیڅ ګام نه دی اخستی.

هماغه مهال د کورنیو چارو وزارت ژمنه کړې وه، چې د کابل حکومت په امنیتي لیکو کې د بچه بازۍ د مخنیوي لپاره به جدي هڅې کوي او په همدې هدف یې یو ریاست رامنځته کړی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

امریکا له سرو هندیانو (red indian ) څخه د انګریزانو له خوا شغال شوی او غصب شوی د هند د لوی وچی په شان مستعمره هیواد دی د دی مستعمری بیناد یی د فری میسنری یا ماسونیزم په بنیاد ( دجالی حکومت ) ایښی حکومت کی یی د اسلام د مخنیوی د پاره د هر ډول ادیانو مخه نیولی چه سکولریزم ورته وایی. دجالی حکومت دین او نظام دموکراسی ( سکولر انسان پکی د خدایی مقام لری ) د اسلام حرام او حلال په دموکراسی کی کی سرچپه دی . د دموکراسی یو رکن د نکاح له منځه وړلو سربیره… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close