افغانستان

د خوست  والي: جلال الدین حقاني ستر مجاهد او قهرمان و

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ زمری، ۱۳۹۹ل): د خوست ولایت لپاره د حکومت والي «محمد صدیق پتمن» مشهور جهادي شخصیت جلال الدین حقاني خپل رهبر یاد کړی او هغه یې ستر مجاهد او قهرمان بللی.

د یک تلویزون د راپور په اساس، صدیق پتمن چې تازه د اشرف غني له لوري د خوست والي ټاکل شوی، دغه څرګندونې یې د بیرغ د ورځې په مناسبت خوست کې رابلل شوو مراسمو ته کړې.

هغه ویلي « جلال الدین حقاني ستر اتل او مجاهد و، زه اوس هم په پخوانی سترګه ورته ګورم او احترام ورته لرم.»

جلال الدین حقاني له روسانو سره د افغانانو د جهاد د دورې  د ممتازو قوماندانانو له ډلې څخه وو، چې اولادونه او د کورنۍ نور غړي یې اوس هم د طالبانو په لیکو کې د امریکا او ناټو او د هغوی پلوي حکومت په خلاف مبارزه کوي.

هغه په ۱۹۳۹ لمریز کال کې په پکتیا ولایت کې زیږېدلی، په دارالعلوم حقانیه کې یې زده کړې کړې  او د ژوند ډېره برخه کې په قبایلي سیمو کې تېره شوې.

نوموړی که څه هم د ژوند په وروستیو کې د ناروغۍ له امله له سیاسي ډګر څخه ګوښه و، خو پر افغانستان د امریکا د یرغل له سرسختو مخالفینو  او د هغوی په وړاندې د روان مقاومت له کلکو ملاتړو څخه شمېرل کېده.

د نوموړي څلور زامن په افغانستان کې د امریکا تر یرغل را وروسته وژل شوي او  مشر زوی یې «سراج الدین حقاني» اوس د طالبانو د مشر «شیخ هبة الله اخندزاده» لومړی مرستیال دی.

 

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
استاد علی محمد حنیف

مرحوم مولوی صاحب حقانی ته دی الله جل جلاله مغفرت او جنات الفردوس ور په برخه کری. حقیقتا چی جقیقی مجاهدین چی یرغلگروته سر نه دی تیت کری د هغوی نیک صفات او یادونه تر قیامته پوری مستمر او مداوم دی.او تاریخ یی په زرین خط ثبتوی. الله جل شانه دی تولو مسلمانانو ته د جهاد توفیق ورکری.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close