افغانستانسولې اړوند خبرونه

عبدالله: اوربند د باور جوړونې په برخه کې مهم ګام دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ زمری، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» وایي، د اختر په مناسبت د طالبانو او حکومت تر منځ  شوی اوربند د باور جوړونې او ښه نیت په برخه کې یو اړین ګام و.

عبدالله دغه څرګندونې د اختر په مناسبت خپاره کړي پيغام کې کړې.

نوموړي ویلي «خوښ یم چې طالبانو او حکومت د اختر په دریو ورځو کې د اوربند په کولو سره یو خوښي بښونکی اقدام ترسره کړ، دا د بین الافغاني مذاکراتو په تاریخي پړاو کې د باور جوړونې او ښه نیت په برخه کې یو مهم ګام دی.»

عبدالله ویلي، چې بین الافغاني مذاکراتو ته تر بل هر وخت نږدې شوي یو او هڅه کوو چې د یادو مذاکراتو په لاره کې شته خنډونه لري  کړو «زموږ له نظره دا اړینه ده چې د بین الافغاني مذاکراتو د پيلېدو په درشل کې د جګړې د شدت کچه راټيټه کړل شي او د خلګو د وژنې د مخنیوي په موخه دایمي اوربند وشي.»

د نوموړي له قوله، د بندیانو د تبادلې پروسې په بشپړېدلو نور هیڅ داسې بهانه نه پاتې کېږي، چې د بین الافغاني مذاکراتو  د ځنډ لامل دې شي.

عبدالله داسې مهال اوربند د باور جوړونې په برخه کې اړین ګام بولي، چې وړمه ورځ طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره خپلو جنګیالیو ته هدایت وکړ، چې د اختر په لومړیو دریو ورځو کې له تعرضي عملیاتو او جګړې ځان وساتي او دفاعي حالت غوره کړي.

تر طالبانو وروسته ارګ هم په حرکت راغی او خپلو عسکرو ته یې د جګړې درولو امر وکړ.

د طالبانو او تر هغه وروسته د ارګ له لوري اوربند له پراخ هرکلي سره مخ شوی او د افغانانو خپلمنځي خبرو ته د لارې هوارولو په برخه کې اړین ګام یاد شوی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close