افغانستان

د بولدک ـ چمن دروازه کې درنه جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ زمري، ۱۳۹۹ل): سیمه ییزې سرچینې او مسافر وايي، د بولدک ـ چمن دروازه کې د پاکستاني ځواکونو او مسافرو ترمنځ له فیزیکي شخړې وروسته افغان او پاکستاني پوځیانو نښته پیل کړې ده.

دا نښته هغه مهال پیل شوه، کله چې پاکستاني سرحدي ملیشو د چمن دروازه د مسافرو پرمخ وتړله، د کومې له کبله چې د پاکستان خواته بند افغان مسافر په قهر او د پاکستاني ملیشو لخوا درول شوو د قرنطین خیمو ته یې اور واچولو.

له دې پېښې وروسته پاکستاني سرحدي ملیشو په مسافرو ناتاره ډزې کړي، چې له امله یې د لومړنیو معلوماتو له مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ مسافر وژل شوي او ۷۵ نور ټپیان دي، په وژل شوو کې دوه میرمنې، درې نارینه او څلور ماشومان شامل دي.

د کندهار سیمه ییز خبریال صدیق الله افغان وايي، د کندهار امنیه قومندان جنرال تادین او د سرحدي لوا قومندان جنرال انور انبیا بولدک ولسوالۍ ته رسیدلي، چیرته چې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

افغان او پاکستاني چارواکو تراوسه ددې پېښې په تړاو رسمي نظر نه دی څرګند کړی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

خو دا یو حقیقت دی چی هم حکومت و هم طالبان د بولدک د جنګ په ارتباط چپه خوله دی. طالبان خو ویل کیږی چی د هغوی کورونه په پاکستان کی دی او باید چپه خوله پاتی شی ولی غنی سرکوزی ولی سر ټیټی دی؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close