افغانستان

له ژمنې سره سم طالبانو ۱۰۰۰ تنه حکومتي بندیان آزاد کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ زمري، ۱۳۹۹ل): طالبان وايي، نن د عرفې په ورځ یې د ۸۲ دولتي عسکرو په خوشې کولو سره د ۱۰۰۰ تنو حکومتي بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه کړې ده.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نن د پنجشبنې په ورځ(۹ زمري) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دوحې تړون مطابق یې په هرات، فراه، غور، نیمروز، زابل او بلخ ولایتونو کې د ۸۲ دولتي عسکرو په خوشې کولو سره د ۱۰۰۰ تنو حکومتي بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه کړې ده.

خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي، چې د بندیانو د خلاصون دغه پروسه د روان ۱۳۹۹ل کال په وري(حمل) میاشت کې پیل شوې او نن تکمیل شوه:

«د بندیانو د خلاصون پروسه د سږ ۱۳۹۹ هجري لمریز کال د حمل د میاشتې په ۲۴ تاریخ پیل شوې وه چې د ۳ میاشتو او ۱۶ ورځو په موده کې د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون وتوانید د هيواد له (۳۰) ولایتونو څخه په ۵۴ چوپو کې د کابل ادارې د (۱۰۰۵) تنو بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه کړي او په دې سره څرګنده کړي چې اسلامي امارت د مسائلو د سوله ایز  حل په برخه کې جدي او پیش قدمه دی. »

طالبانو د زرو حکومتي بندیانو په خوشې کولو سره ویلي، چې د شخړې سوله ییز حل ته ژمن دي او د خوشې شوو حکومتي بندیانو لیست یې هم خپور کړی دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close