افغانستان

لوګر کې چاودنې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ زمری، ۱۳۹۹ل): د لوګر ولایت په مرکز «پل علم» ښار کې زورورې چاودنې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند «شاه پور احمدزی» له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې نن ماښام اووه نیمي بجې شاوخوا د «پل علم» ښار اړوند ښاروال څلور لارې کې چاودنه داسې مهال شوې چې عسکر د ښار د امنیت په ټینګولو بوخت وو.

په ورته وخت کې د لوګر د والي ویاند «دیدار لونګ» برید موټربم بولي، چې دده له قوله ولسي وګړي او دولتي ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.

د لونګ په خبره، په برید کې تر دېرش پورې کسان مړه او ټپیان دي.

په ورته وخت کې طلوع نیوز بیا د خپلو سرچینو له قوله، په برید کې څلوېښت تنو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

طالبانو په پېښه کې لاس لرل رد کړي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

احتمالا چه د ع او غ سره د ګوډ شیطان اخرنی لیدنه او دستور ورکونه هم دا وه چه طالبان په دی ډول بریدونو بدنام کړی ، یا طالبان د غلامی اداری سره په نوو دسیسو مخامخ خبرو کولو ته اړباسی او لا امریکایان ځانته د باتی کولو بهانی جوړی کړی چه هیواد کی امنیت نشته د امنیت د ساتلو د پاره باید مونږ باید د څه وخت د باره پاتی شو. دا امریکا نه ده چه هیواد یی اشغال کړی دا نظم نوین جهانی دی چه زمونږ هیواد یی د دی د پاره اشغال کړی چه د اسلامی امارت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close