ټولنیزه برخه

ظالم سره مرسته او پایله یې

ژباړه: مولوي محمدرضاء رحماني

یوه سړي به هره ورځ پر خپله ښځه ډېر ظلم کاوه ډېره به یې وهله ، آخر یوه ورځ یې له ډېرو وهلو ډبولو ساه ورکړه.

خاوند یې د ښځې له کورنۍ ووېرېده ډېر وارخطاء شو ول هسې نا چې ومې وژني ، دده په فکر هیڅ تدبیر نه جوړېده ، دده یو فاسق ملګری وو هغه ته یې هیله ور وړله ، خپله قېصه یې ورته وکړه چې اوس نو څه وکړم؟

هغه ورته وویل چې ددې څخه د خلاصون یواځنۍ لاره داده چې یو څوک د مېلمستیا په پلمه کور ته را اوبله ، بیا سر ترې قلم کړه ، د خپلې ښځې تر څنګ یې کېږده ، بیا خلک را خبر کړه.

د ښځې کورنۍ ته ووایه چې دوی دواړه مې په زنا کولو ونېول ، بې صبره شوم دواړه مې قتل کړل ، د ښځې قاتل ددې خبرې په آورېدو هوسا شو.

سمدستي را روان شو د خپل کور په دروازه کې کېناست ، ګوري چې یو ښایسته ځوان را روان دی ، ځوان ته یې وویل چې ته به نن زما مېلمه شې! ځوان چې هرڅه وویل خو د قاتل ټینګار دې ته آړ کړ چې ور سره مېلمه شي.

کور ته دننه ولاړل ، سمدستي یې ځوان قتل کړ، خلک یې خبر کړل چې داسې ناوړه پېښه رامېنځ ته شوه ، د ښځې ورثاؤ چې دواړه جنازې ولېدې نو خبره یې زړه واخیسته ، دا خو رېښتیا هم داسې شوي دي.

بل طرف قاتل ته د چل ښوونکي ځوان ځوی په دغه ورځ کور نه راغی ، چل ښوونکی پټ په زړه کې وارخطاء شو ، هسې نا چې زما ځوی په لاس ورغلی وي ، ډېر په وارخطائۍ د ښځې قاتل کور ته ولاړ.

قاتل څخه یې د هغه چل چې ده ورښودلی وو وپوښتل ، تا څه وکړل؟ قاتل وویل هغه کار چې تا راښودلی وو تر سره مې کړ. ښوونکي وویل ښه اوس نو راځه چې هغه مړئ ووینو! کورته د ننه ولاړل ، ګوري چې د چل ښوونکي ځوان ځوی یې وژلی ، د خپلې غلطې غلیظې مشورې پایله یې تر لاسه کړه.

دا او دېته ورته پېښې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د هغه حدیث مصداق دي چې مفهوم یې داسې دی.
چا چې د ظالم سره مرسته او کومک وکړ ، الله تبارک وتعالی به یې په ده باندې مسلط کړي .

همدارنګه حضرت علي کرم الله وجهه په یوه مشهوره خطبه کې ویلي دي.

چاچې د بغاوت توره را وویسته ، پخپله به پرې قتل شي.
چا چې د یو مسلمان ورور لپاره کوهي وکښل ، پخپله به ور پرېوځي.
چاچې د بل مسلمان ناموس بې ستره کړ ، خپل ناموس به یې بې پردې شي.

صدق الله و رسوله
اللهم صل علی محمد و علی آل محمد بعدد کل معلوم لك

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx