افغانستانسولې اړوند خبرونه

اشرف غني: د څلور سوه طالب زندانیانو په اړه به مشورتي لویه جرګه پرېکړه کوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ زمری، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې طالبانو د ښه نیت له مخې د زر تنه دولتي بندیانو د خلاصون لړۍ بشپړه کړې او پر حکومت یې هم د ورته ګام غږ کړی؛ د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د بندیانو د تبادلې په پروسه کې تازه محدودیتونه راپورته کړي او د څلور سوه بندیانو خلاصون یې د لویې جرګې په پرېکړو پورې مشروط کړی.

اشرف غني نن په ارګ کې د اختر په مناسبت خپله وینا کې ویلی، چې د طالبانو په لست کې څلور سوه تنه داسې بندیان شامل دي، چې دده له قوله، د خلاصولو صلاحیت یې نه لري او په دې اړه باید له ملت اجازه وغواړي.

نوموړي زیاته کړې «زه باید ملت سره مشوره وکړم او د دغه ۴۰۰ طالب زندانیانو د سرنوشت په اړه مشورتي لویه جرګه رابولم، ترڅو د ولس استازي مشوره راکړي او بیا د هغوی د مشورې په اساس موږ فیصله وکړو. لویه جرګه به په ډېره کمه موده کې لخیره سره ترسره شي.»

غني که څه هم د څلور سوه طالب بندیانو خلاصون د مشورتي لویې جرګې په پرېکړو پورې مشروط کړی؛ خو په ورته مهال یې له لست ها خوا د پنځه سوه طالب بندیانو د خلاصون اراده ښکاره کړې.

د غني له لوري د طالب بندیانو د خلاصون په پروسه کې تازه خنډ داسې مها دی، چې طالبانو له امریکا سره د کړی توافق په اساس د زر تنه دولتي بندیانو د خلاصون لړۍ بشپړه کړه او بین الافغاني مذاکراتو ته د لارې هوارېدو په موخه یې پر حکومت هم د ورته ګام اخستلو غږ کړی.

د طالب او دولتي بندیانو د تبادلې پروسه چې په دوحه کې د شوي توافق له مخې باید په لسو ورځو کې تکمیل شوې وای، د حکومت له لوري د وضع کېدونکو شرایطو له امله د نږدې پنځو میاشتو په تېرېدو سره لا نیمکړې پاته ده.

د چارو شنونکي د بندیانو د تبادلې پروسه کې وضع کېدونکي محدودیتونه د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډولو هڅې ګڼي او باور لري، چې غني غواړي د خپل واک د دوام په خاطر د افغانانو خپلمنځي خبرې وځنډوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

This is an excuse. The Kabul admin is working to find a dark mark and put this dark mark on Taliban. If Ghani could give the position of Marshal to Dostem – a rapist and a killer of thousands of Afghans despite the objection from Jirga, then Ghani does not need to make Jirga of his own agents and advise them to raise the issue..

This is a very dangerous approach. This could be a good excuse now for Taliban to move forward with conflict as they are already upperhand in the battlefield.

سنګین

پاکستان ته دی چی د اغزن تاراو د بندرونو دروازو اجازه ورکوله ولی دی جرګه نه رابلله دا پاکستان چی افغانستان باندی راکتونه تغوی ولی جرګه نه راغواړي؟ د غنی چورکومت دا مظلوم ملت سولی ته نه پریږدي. دغنی سره باید لکه د نجیب حکومت سره چی وشول هسی کار وشي.

pattang

افرین سل افرینه سنګینه ! دا احمق خپلواک نلري د شمال لنډغرو کلک تړلی دی او هغوی خپل لوټ ته دوام ورکوي او پښتانه یې ټول پرې مړه کړل چې دشمال د لنډغرو په ګټه تمامیږي !!

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x