افغانستان

ملي  امنیت شورا: نن ۱۵۰ تنه طالب زندانیان خلاصېږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ زمری، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت ملي امنیت شورا وایي، حکومت د بېلابېلو ولایتونو له  زندانونو څخه ۱۵۰ تنه طالب زندانیان خلاصوي.

د ملي امنیت شورا ویاند «جاوید فیصل» په دې اړه پر خپل ټويټر لیکلي  «د افغانستان اسلامي جمهوریت نن ورځ ۱۵۰ تنه طالب زندانیان د پروان او یو شمېر نورو ولایتونو له زندانونو څخه ازادوي، چې په دې سره به د خلاصو شویو زندانیانو شمېر ۴۷۵۰ ته ورسېږي او دا لړۍ به د ۵۱۰۰ بندیانو تر خلاصون پورې روانه وي.»

د ۱۵۰ طالب بندیانو د خلاصون خبر داسې مهال دی چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د ۴۰۰ بندیانو خلاصون د مشورتي لویې جرګې تر پرېکړو پورې ځنډولی.

نوموړي نن سهار د اختر په مناسبت په خپله وینا کې وویل، چې دی د ۴۰۰ بندیانو د خلاصون صلاحیت نه لري او په دې اړه به د مشورتي لویې جرګې له لارې له ملت سره مشوره کوي؛ خو د طالبانو له لست ور هاخوا به پنځه سوه بندیان خلاص کړي.

تر دې دمه لا څرګنده نه ده، چې تازه خلاصېدونکي بندیان د طالبانو د لست برخه دي او که حکومت یې له لست پرته د ۵۰۰ بندیانو په ډله کې ازادوي.

په ورته وخت کې طالبانو بیا د «ښه نیت» له مخې د زر تنه دولتي بندیانو د خلاصون لړۍ بشپړه کړې او بین الافغاني مذاکراتو ته د لارې هوارېدلو په موخه یې په حکومت هم د ورته اقدام غږ کړی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

نهتره به دا وی چی حکومت هم طالب بندیان ټولی خوشی کړی او وګورو چی دواړه طرفه څومره د سولی خبرو ته اهمیت ورکوی او سوله غواړی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close