ادبي لیکني

د خبر لیکنې  ژورنالستیک آرونه!«دريمه برخه»

مفتی فضل هادي (سالک)

خبر کې د معروضیت ستونزه (Objectivity):

کوم خبر چې د حقایقو په رڼا کې ولیکل شي او بې طرفي پکې ساتل شوي وي ،د خلکو تر منځ منل کیږې او د ژورنالیزم پر بنسټونو ولاړ وي؛ خو کوم خبر چې بې پرې نه وي،یعنې معروضیت پکې نه وي، نو د وخت په تیریدو خبر پیکه او خبریال بې اعتباره کیږې ، خبریال باید د خبر جوړولو پر وخت د خبر په متن یا(لیډ) کې خپله تبصره ،احساسات او افکار  وردننه  نکړي، ځکه چې پر خبر تبصرې د شنلو او څیړلو لپاره مجلو او ورځپاڼو کې سرمقالې او تلویزیون کې تبصرې په همدې پار لیکل کیږې ،د خبریال کار دا وي چې خپل معلومات په کمال امانتدارۍ سره له زیاتولو او کمولو نه په غیر تر لوستونکیو پورې ورسوي، له فکري او نظري بنسټیز اړخه په خبرونو کې بې پریتوب اړین دی ،انصاف همد ادی، چې  خبر دې په هماغه بڼه ورسول شي چې  څنګه پیښ شوی وی نه په هغه بڼه چې ژورنالیست یې رسول غواړي.

(ډاکتر وزیرآغا)په خپله یوه مقاله (د خبر محرمیت)کې لیکلي دي چې:
زما په آند خبر هغه دی، چې تاسو د یوې پیښې په اړه کره معلومات پرته لدې چې خپل نظر او احساسات ورګډ کړئ، تر ما راورسوئ او مه دا کوښښ کوئ چې خبر ته زما  آند او واند ورننه باسئ، موخه داده، چې خبر په اصلي بڼه راوړئ ،نوموړی ډاکتر وایي چې (خبر یو امانت دی او خبر هغه سپیڅلی شی دی، چې ستاسو لاسونو ته درکړل شوی دی).

ژورنالیست چې د ټولنې د یوه ادیب، ښوونکي او ډاکتر غوندې مسؤلیتونه لري ،خبره یې هم باید رښتیا وي او لدغو څخه باید ځان وساتي ،لکه څرنګه چې جنایي او جنسي غوندې پیښې ټکی په ټکی خبر کې راوړل نوې پکار، ډیری داسې رښتینې پیښې دي ،چې ټولنه  ګډوډۍ ته بیایې ،د اسلامي شریعت او یا وضعي قوانینو سره اړخ نه لګوي ،بلکې  د قانون د ماتولو حوصله ورکوي ،ژبنیو، قومي ،سمتي او سیمه ایزو اختلافاتو ته لمن وهي ،د وګړو اخلاق خرابوي ،هیوادنۍ بشپړتیا ګواښي او د چا د سپکولو لامل ګرځي ،نو ژورنالیست ته ددغه ډول خبرونو د خپرولو نه ځان ساتل پکار دي ،رښتیا باید د بې پرې ژورنالیستیکو اخلاقو په اډاڼه کې په معتدل انداز خپره کړای شي او بس.

اګر که داسې کومه نړیواله تله نشته،چې د ژورنالیست بې پریتوب پرې وتلل شي، خو په خبر کې بې پریتوب یو بل اړخ دی، چې په ارزښت ورته کتل کیدای شي ،د بیلګې په توګه د روسانو د یرغل په وخت کې لویدیځو خبري اژانسونو مجاهدینو ته  آزادي غوښتونکي ویل ،بیایې چې روسان مات کړل ،نو همدې رسنیو ورته بنسټ پالان، سخت دریځې ، اورپکې  او بیا وروسته جګړه ماران ویل ،بیا د یوولسم سپتمبر د پیښې نه  وروسته لویدیځ والو مجاهدین د تروریزم په  نومونو یادول  پیل کړل ،فلسطیني مجاهدینو ته اسرائیلو د تروریستانو نوم ورکړ،یا هندانو کشمیري مجاهدین په تروریزم  ونومول  ،یعنې لویدیځو رسنیو خپل  ژورنالیستیک اصطلاحات داسې وکارول ،چې څرنګه  یې امریکایان یا اسرائیل کاروي ،په لنډه توګه به ووایو چې:
خبر کې د معروضیت یا بې پرېتوب تعریف ستونزمن دی ،خو ځینو ژورنالیستانو بیا  د ژورنالیزم د آرونو او اصولو ستنې داسې  ماتې او رانسکورې کړي، چې مخکې به یې کوم نظیر یا ساری  نوې لیدل شوی، ددې سپیڅلې مسلک مراندې  یې  په  ډیر لږ  قیمت  او لږو پیسو پرې کړې او مسلک ته یې لوی زیان واړاوه.

د خبر او  غیر خبر  تر منځ  توپیر:

د ژورنالیزم نامتو استاذ اردو ژبې ایس ایم شاهد د (ژورنالیزم مطالعه)کتاب کې د خبر او غیر خبر ترمنځ په توپیرونو د پوهيدلو لپاره د نورو فنپارو  په  څیر داسې  یو  فورمول  رانقل کړی:
۱ -عام سړی +عام ژوند= صفر
۲-عام سړی +غیرعادي پیښه =خبر
۳-عام سړی +څلورګیلاسه تروې = صفر
۴-دوه کلن ماشوم +څلورګیلاسه تروې =خبر.

د خبر او غیر خبر دپيژندنې لپاره همداسې ځینې بیلګې وړاندې کیږې، مګر د پوهانو په وینا یوې  پیښې یا اطلاع ته  تر هغه وخت پورې بشپړ خبر نه ویل کیږې، څو چې دا لاندینۍ پوښتنې ځواب نکړې:

۱-څه ؟(What) -۲څوک ؟) Who)-۳کله؟(When)-۴چېرته ؟(Where   )۵-ولې ؟(Why)۶-چا؟(Whom)۷-څه ډول؟(How).چې دغو پوښتنو ته ددغسې فارمولې بڼه هم ورکول کیږې، څو یو بشپړخبر ترې جوړکړو اووه پوښتنې = یو بشپړخبر ،یاشپږ(W) ډبلیو+(H)ایچ= بشپړخبر.

هر بشپړ او کامل خبرپه همدې پورتنۍ فارمولا  ولاړ دی ،دخبرپّه پیل کې د مهمو پوښتنو ځواب وي اودنوروپوښتنوځوابونه  دخبرپه تفصیل یامتن کې ورکول کیږې ،لنډه دا چې دیادوشویوپوښتنودځوابونوتر څنګ ښایې خبر بیخې نوی وي ،موضوع یې هم نوې اوپه زړه پورې وي ،دپیښې اړوند معلومات روښانه اوبشپړ وي ،که خبره داسې وې ،چې په خلکوکې واویلا یا هنګامه ګډه کړي ،خبره شکي یا ناندریزه نوې ،خبره په نیغ  لنډ اوڅرګند ډول ولیکل شي ،په خبره کې قهر نوي ،خبره بشپړه وي،اولوستونکي تږې پاتې نشي ،دبیلګې په ډول:
ایران :دزاهدان  والي  مړ اومرستیال یې  ټپی شو!
دیکشنبه په سهارپه ……….نیټه دایران دزاهدان ولایت  والي   د یوې چاودنې له امله مړ او مرستیال  یې ټپي شو—له ایران څخه ورکول شوی خبروایې، چې پیښه دریموټ کنټرول په ذریعه دهغوخاموموادو  دچاودیدو نه  وروسته  رامنځ ته شوه ،چې دایران داهل سنتو مخالفینو لخوا ځای په ځای شوی وو،دپیښې مسؤلیت دیران اهل سنتو تنظیم په غاړه اخستی اووئیلې یې دې ،چې نوموړی والي  دایران دسنیانو سخت  دښمن و اودډیرو ایراني سنیانو دشهادت مسؤلیت یې پر غاړه و.

دلته مخکینۍ پوښتنې داسې مطرح شوي :څوک ؟-دایران دزاهدان والي /کله ؟-دیکشنبه سهار/چېرته ؟ – زاهدان  ښارکې  /څه ؟- چاودنه یا مړینه اوټپي کیدنه /ولې ؟- دسنیانو سره عداوت او دښمني  اودایران داهل سنتو مسلمانانو دشهادت مسؤلیت /چا؟-دایران اهل سنتو  /څه ډول ؟-ریموټ کنټرول په ذریعه…..

ځینو ژورنالیستانو ته ډبلیو او یو ایچ ته د خبر توکي یا بنسټزی لوازم ویلي دي ،کله ناکله داسې هم وي ،چې ددې شپږوپوښتنونه یې څو خبرکې ځواب شي اونور همداسې ګونګ پاتې شي ،نویو بشپړخبرهغه دی ،چې داټولې یا ځینې هغه یې پکې ځواب شي ،اوکله داسې هم کیدای شي ،چې یو لنډ خبر کې یوازې څو ترینه ځواب کړای شي،  لکه (څه وشول؟څه وخت وشول ؟چیرته وشول ؟څنګه وشول ؟ولي وشول؟چاسره وشول؟…………

نوربیا …….

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close