نظــر

ډیورند؛ او تر انګریز بې ګذارې پاکستان!

استاد محمد زمان مزمل

انګریز که د پښتنو غرنۍ سیمه خپله کرښه دروله او پښتانه یې پدغه کرښه پخپلو کې تقسیمول هغه دوه موخې درلودې:
اول:
دا چې تزاري لویه روسیه یې په اسیا کې ځواکمن حریف وه او دواړه یو د بل په لور د پرمختګ په حال کې وه هغوی غوښتل چې د روسې د مخنیوي په خاطر دغه تحمیلي کرښه پدغه غرنۍ سیمه کې په تپلي شکل جوړه کړي او د دٌراني سردارانو اختلاف او پخپلو کې جګړو د پرنګي دغه پلان اسانه کړ.

دویم:
دا چې تقسیم پښتانه له هغه کردار نه چې انګریز ته یې د(۱۹) نولسمې پیړۍ په سر کې یعنې میوند او بالاحصار کې اوبه ورکړې هغه له دغه کردار نه بهر کړي.

پښتانه چې د اقبال په روایت د اسیا د پراختیا او ازادۍ لامل وه.

د شلمې پیړۍ په سر کې چې پرنګي او نورو ځواکمنو اروپایي امپراتوریو د سلطان عبدالحمید بې دفاع جغرافیې تر هند څرب او اسانه ښکار پیدا کړ پرنګیانو له هند پښې سپکې کړې او هند یې د مسلمان او هندو په منځ کې تقسیم کړ چې د پښتنو سیاسي دوسیه او طبیعي جغرافیه هاغه پاکستان ته په میراث پاتې شوه چې همدا پښتانه پکې په ۱۹۳۸/۳۹ م کلونو کې په همدغه قهرمانه کرښه د هند او پاکستان د ازادۍ لپاره جنګیدلي وو او د کشمیر په پاتې اولو جګړو کې تر پاکستاني زیات د افغاني وینه تویه شویده.

بیا هم ددغې کرښې پښتانه چې نږدې یوه پیړۍ د پرنګي تر استبداد لاندې وه هغوی یعنې پرنګیانو یې د قبایلو په منځ کې راشه درشه د مزید پاریدلو نه د مخنیوي په خاطر ازاده ساتلې وه او پدې خاطر چې د سیمې کلتور، تهذیب او ددې قوم خپل منځي ژوند او روابط خوندي وي هغوی د سرک په تورو کرښو ګذاره کوله.

پاکستان هم په اولو (۳۰)دیرشو کلونو کې دغه په میراث پاتې جغرافیه کې د هماغه زٰړه رسم په اساس ګذاره کوله ولې د کله نه چې امریکایي او پرنګي اشغالګران سیمې ته راغلل.

پاکستان ،افغانستان البته د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ م کلونو کې کابلي چارواکو او امریکا په یو مثلث تدبیر کې غوښتل چې قبایل خالي سلاح کړي.

د مارشال فهیم په روایت دغه تدبیر ناکام شو او سیمه د حساسیت له مخې په هلمند او وزیرستان کې د واڼه او موسی قلعه مؤقتو معاهدو ته ولاړه.

وروسته چې په ۲۰۱۰/۲۰۱۱ م کلونو کې امریکایي جنرالان پوه شول چې دغه د شوروي له خولې لویدلې ازغنه ګوله به د امریکا تر ستوني تېره نشي.

د همدې انکشاف په دننه کې پاکستان وغوښتل چې اول مجاهدین ځای پر ځای کړي او بیا یې ددغو مجاهدینو په تور په سیمه کې بې رحمه تصفیه وچلوله او ورپسې د زیاتو خلکو په روایت د کابل په پټه موافقه د ازغن ډیورنډ تصمیم ونیوه او د ازادو قبایلو په منځ کې د طبیعې راشه درشه لارې تورخم، میران شاه او سپین بولدک دا ټول داسې قرنطین کړل چې نن افغانان په پټه امریکا او اروپا ته تلای شي خو پاکستان ته یې د تلو مسائل تر هغه زیات کلک قرنطین دي.

پاکستان باید پوه شي چې د بنګلدیش د تقسیم پر مهال د کابل واکمن پاچا محمد ظاهر شاه د هند او شوروي د اصرار باوجود ونه غوښتل چې د پاکستان اسلامي هېواد پر ضد د هند تر څنګ ودریږي.

پاکستان مشران باید پوه شي چې ددغې اسیا پالونکی او ساتونکی ملت همدا افغانان دي چې په کشمیر کې هم جنګیدلي او د امو اخوا آن د وزیر محمد ګل خان په لاس د افغانانو په لاس ټوپک او پیسې تقسیم شویدي هغوی دې د پښتنو په دغه کرښه د راشې درشې سلسله داسې نه سختوي چې له امریکا او اروپا سره درګیر افغانان خپل بیروني پریږدي او خپلو همسایګانو سره درګیر شي.

تر پاکستان قوي انګریز پر دغه بولدک له موږ سره ګذاره کوله دا چې موږ د پنټاګون د نیرومندې اردو سره د جګړې په وروستي پړاو کې یو پاکستان باید د خپلو ملیشو په ډزو هغه ملت نه وکړوي او نه وګواښي چې هغه د بهرنیانو په نسبت له خپلو ګاونډیانو سره د ښې ګذارې تاریخي تهذیب لري.

اوس هم زموږ په هېواد کې او پخپله کابل کې د کشمیر، پاکستان او لوی هندوستان د مهاجرو بقایا ژوند لري او د امان الله خان لخوا له ورکړل شوو ځمکو او وظیفو نه یې بچیان زموږ برابر خوند اخلي که ضرورت شي زه به یې په کابل کې او ولایاتو کې ددغو لَږَکیو کورنۍ،کلي او زموږ له هویت نه برخوردار لمسیان او کړوسیان در وښیم.

منم چې پاکستان د شوروي د تجاوز په مهال په تېره پاکستاني ملت له افغانانو سره بې کچه همکاري وکړه ولې دا چې په جنګ کې لویدلي افغانستان په څنګ کې پاکستان غواړي یوه امریکایي کاناډا جوړه کړي او سرحدونه یې زموږ د پرګنو او د وینو شریکو قبایلو سره آن د پاسپورټ په ذریعه هم ستونزمن شي دا پالیسي به د پاکستان لپاره په اوږده کې په ډیر قیمت تمامه شي زموږ له مجبورۍ دې بده استفاده نه کوي.

پاکستان ته پکار دي چې له خپلو ټولو ګاونډیانو سره ګذاره وکړي په تېره له هغو افغانانو سره چې سیمه یې د هر اشغالګر د چتر له سیوري خوندي ساتلې ده او په جنګ کې دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close