دیني، سیرت او تاریخ

د نفس تزکيه

سيد طه جنيد

خلاصه

خداى تعالى پخپل کلام کي فرماٸى ( فلا تزکو انفسکم هو اعلم بمن اتقى )

أى تاسو دې خپلو ځانو تزکيه مکوئ، خداى متعال ښه علم لرونکی دى پر هغه کس چې تقوا داره وي.

که چيري ځان مجبوره بولي نو پټه خوله پاته سه دي چا په ګناهو کي ځان مه شريکوه:

قال صل الله عليه وسلم ( من کان يٶمن بالله واليوم الاخر فليقول خيرا او ليصمت )
که څوک  پر خدای متعال او ورځ د آخرت ايمان لري نو دې خير خبري  دي وکړي او يا چوپه خوله پاته شي).

مونږ افغانان عجيبه خلګ يو ، کله يو کس دومره وستايو چې په دنيا کې بلکل بل کس په نظر نه راځي بلکه دى خداي متعال له طرفه هم  ځانونه وکيلان کوو او دي شهادت مرتبه پس له مرګ ورکوو او جنت کي هم ځای ورته ټاکو، اګر چې دا کس ټول عمر په ظلم او ستم او د کفارو په خدمت کې تير کړي وي٠

او کله چې يو کس بد ګڼو نو بيا په دنيا کې خو رسوا او خلق کوو او په آخرت کې جهنم ځای کوو اګر چې عمر يې په اسلام کې تير کړي وي.

أو دا مقوله تطبيقوو چی ( تر خپل کافر مې جار کۍ   ) آيا مونږ درميان  نلرو او يا مونږ دې اسلام مهم ټکو ته پام نکوو، په مونږ افغانانو کې لساني، قومي او سمتي تعصبات بيحده زيات دي، بعض حال وايي او بعض پټ وساتي.

مصعب ابن عمير رضي الله عنه خپل ورور ابو عزيز رضي الله عنه ( مخکي دى ده له اسلام ) د بدر په اسيرانو کې لاس تړلي وليدل چې يو انصاري رضي الله عنه سره دې نوی انصاري ته وويل چې شه ټينګ يې وتړه مور یې پيسه داره ده شه فديه به درکړي.

ابو عزيز خپل ورور مصعب ته وويل زه دې ورور يم او ته دا خبره ورته کوې هغه ورغبرګه کړه چې هغه مې ورور دی نه ته۔  رضي الله عنهم٠

مونږ دومره بيحده افراط کوو چي کله يو مسلمان ورور په يو ګناه ووينو نه بلکه تجسس پسي کوو چي يو شي په کې پيدا کړو او بيا يې رسوا او خلق کړو او په مجلس کي يې غيبت کړو.

حال دا چې نبي کريم صل الله عليه وسلم فرمايي( من ستر مسلما ستره الله في الدنيا والآ خرۃ ) څوک چې د يو مسلمان پرده خوندي کړي خدای متعال به دده پرده په دنيا او آخرت کې خوندي کړي او کله چي يو منافق او دي کافرو خدمت ګار وي نو بيا خو يې دفاع کوو او پرده خوندي کوو حال دا چې ده مجاهر او منافق غيبت کول مطلوب دي اول خو دا چي دي خپله ځان رسوا کوي  او پخپل ګناه فخر کوي دوهم بايد چي مسلمانان ورباندي پوه سي او ځانونه ورنه وساتي او دا کار پدې خاطر کوو  چې دا کس زمونږ حريف او يا انډيوال او ياقريب وي او يا هم مونږ کې قومي او سمتي او لساني تأثرات وي.

مونږ بايد دا کار بلکل برعکس وکړو دې مسلمان وروره ښيګڼي او خير بيان کړو او پر ګناهونه يې پرده واچوو او نصيحت ورته وکړو او پس له مرګ دي مغفرت او رحمت غوښتنه  له خدای متعال څخه ورته وکړو او د اسلام د شرطونو پر اساس چاته شهيد ووايو او باقي نتيجه خداى متعال ته حواله کړو که بخشه ورته کوله او که نه دا دې خداى جل جلا له کار دي.

او دي منافق او مجاهر او د کفارو خدمت ګار غيبت وکړو او عذاب مستحق وبلو او صفت بايد ونکړو او باقي خداي متعال ته پريږدو که بخښل او که نه دا تنها دي متعال کار دي.

او چيري يو کس ځان مجبوره بولي نو بيا على اقل تقدير پټه خوله دې پاته شي او ټول خداى متعال ته ورحواله کړي:

قال صل الله عليه وسلم ( من کان يٶمن بالله واليوم الآخر فليقول خيرا او ليصمت )

صدق رسول الله صل الله عليه وسلم ۔

وما علينا الا البلاغ

ټاګونه
ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close