نړۍ

سعودي: د حج فریضې د اداء کوونکو ترمنځ د کرونا هیڅ پېښه نه ده شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ زمري، ۱۳۹۹ل): د سعودي عربستان د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې سږکال ۱۴۴۱هـ ق تراوسه د حج فریضې د اداء کوونکو ترمنځ د کرونا وبا هیڅ پېښه نه ده شوې.

سږکال چې حج اکبر ؤ، د کرونا وبا د خپرېدو څخه د مخنیوي په خاطر د سعوي عربستان حکومت د حج فریضې مراسمو کې د محدودو کسانو او سختو روغتیايي تدابیرو لاندې د اداء کولو پرېکړه کړې وه، د کومې له مخې چې یوازې په دغه هېواد کې میشتو د مختلفو هېوادونو مسلمانانو د حج فریضې اداء کولو کې برخه اخیستلای شوه.

نن (یکشنبه، ۱۲ زمري) چې د ذوالحجة الحرام د میاشتې ۱۲مه ده، حاجیان به د شیطان ویشتلو او طواف الوداع(مخه ښه) نه وروسته خپلو خپلو ښارونو ته ستنیږي.

د سعودي عربستان د حکومتي شمېرو ترمخه سږکال د حج مراسمو کې د ۱۶۰ هېوادونو اتباعو چې ټول یوزر(۱۰۰۰) تنه کېدل برخه اخیستې وه او د سختو روغتیايي اصولو او سپارښتنو لاندې د حج مراسم په خیر او خیریت سره اداء شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x