افغانستان

کاپیسا کې د پولیسو یو آمر د خپل ساتونکي لخوا وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ زمري، ۱۳۹۹ل): د کاپیسا ولایت امنیتي چارواکي وايي، د دې ولایت د نجراب ولسوالۍ د افغانیه درې د پولیسو د امنیتي حوزې سرپرست قومندان احمد ظهور محمدي د خپل یو ساتونکي لخوا وژل شوی دی.

دا پېښه د لوی اختر په دوهمه شپه هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د کاپیسا ولایت کوهستان حصه دو ولسوالۍ کې د نجراب د افغانیه درې د پولیسو د امنیتي حوزې سرپرست آمر احمد ظهور محمدي د خپل یو ساتونکي لخوا د هغه په کور کې ووژل شو او بریدګر د پېښې له ځایه وتښتېدو.

د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش ددې پېښې په تایید سره ویلي، چې پولیسو له پېښې سره په تړاو د نوموړي درې نور ساتونکي نیولي او دا مهال تحقیقات ورڅخه روان څخه دي.

د شایق په خبره احمد ظهور تردې وړاندې د کاپیسا د لومړۍ امنیتي حوزې آمر ؤ، چې په دې وروستیو کې د افغانیه درې د امنیتي حوزې د سرپرست آمر په توګه ګومارل شوی ؤ او وړمه شپه د خپل ساتونکي لخوا ووژل شو.

په یو جلا خبر کې د کاپیسا امنیتي چارواکي وايي، چې وړمه شپه ناوخته ددې ولایت کوهستان حصه دو ولسوالۍ په ریګي کلا سیمه کې د مسلحو غلو ترمنځ له لفظي شخړې وروسته وسله والې نښته کې یو تن وژل شوی، چې جسد یې د پولیسو لخوا وړل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx