افغانستان

هندوستان۷۰۰ نورو افغاني سیکانو ته تابعیت ورکوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ زمري، ۱۳۹۹ل): د هندوستان حکومت ویلي، دوی به د افغانستان څخه ډیر ژر ۷۰۰ نور افغان تابعیت لرونکي سیکان هندوستان ته په مختلفو پړاونو کې انتقال او په پلازمینه نوی ډیلی کې ځای پر ځای کړي.

د تیرې میاشتې جولایي پر ۲۶مه نیټه د سیکانو لومړۍ ۱۱ کسیزه جوپه رسیدلې وه چې په هوايي ډګر کې يې د واکمن ګوند بي جې پي مشرانو هرکلی وکړ.

ویل کیږي انتقال شوي ۱۱ سیکانو ته به د هندوستان تابعیت او د اوسیدو لپاره ځانګړی ځای ورکول کیږي، تر اوسه انتقال شوي کسان په ډیلی کې د سیکانو په یوه معبد کې اوسیږي.

د واکمن ګوند ملي سکرتر سردار آرپي سنګ رسنیو ته ویلي: «د لومړۍ جوپې وروسته، په پلان کې ده چې شاوخوا نور ۷۰۰ افغاني سیکان هندوستان ته انتقال کړل شي، په افغانستان کې د هند سفارت د هغوی سره په اړیکه کې ده، مونږ هڅه کوو چې ژر یې هندوستان ته راولو، ددوی اکثره دوستان لمخکې د ډیلی په تیلاک نګر کې اوسیږي، ځای پر ځای کول به یې ډیر ستونزمن نه وي».

سنګ زیاته کړې، دغه کار وروسته تر هغه شونی شوی چې د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي یوه جرآت مندانه پرېکړه کړې او په افغانستان کې تر ظلم لاندي سیکانو ته د پناه ورکولو په نیت یې هغوی ته د تابعیت ورکولو نوی قانون (CAA) جوړ کړی.

ددغه قانون لمخې د هندوستان حق لري د مظلومیت په بهانه په ګاونډیو هیوادونو کې سیکانو او هندوانو ته د خپل هیواد تابعیت ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx