
افغانستان
ننګرهار کې د باران او سیلاب له امله ۱۶ تنه وژل شوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ زمري، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د سختو بارانونو او سیلاب څخه یوه میرمن او ۱۵ ماشومان وژل شوي دي او څلور ماشومان نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي تېره ورځ رسنیو ته ویلي چې د کوز کونړ په قلعتک اړوند کلې کې د سختو اورښتونو له امله را منځته شوه.
نوموړي ویلي چې د سیلاب له امله ګڼ کورونه کورونه، ځمکې او فصلونه تخریب شوي دي.
د نوموړي به وینا د ننګرهار سرپرست والي تمیم عارف مومند پر پيښه خواشینې ښودلې او سیمې ته یې د بیړنۍ ژغورنې ټیمونه لیږلي دي.