افغانستان

ایران: د طالبانو له بیرغ سره انځور اخیستونکي د پولیسو له لوري نیول شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ زمري، ۱۳۹۹ل): د ایران په پلازمېنه «تهران» کې پولیسو هغه کسان نیولي، چې وړمه ورځ یې په یاد ښار کې د طالبانو له بیرغونو سره انځورونه اخیستي و.

وړمه ورځ د تهران ښار په ملت پارک کې لسګونه ځوانان راټول شوي وو، او د طالبانو له بیرغ سره یې انځورونه اخستي و، چې په ټولنیزو رسنیو لاس په لاس شول او بېلابېل غبرګونونه یې راپارول.

د ایران د انصاف نیوز یو خبریال د شنبې په ورځ ماښام ملت پارک ته ورغلی و او هلته د پارک یوه تن ساتونکي ورته ویلي چې دا ځوانان له ماسپښين وروسته راټول شوي و او پولیسو یې ځيني ونیول.

یوه بل افغان سرچینې ته ویلي «دوی بد کار نه دی کړی، څنګه چې تاسو د خپل هېواد له بیرغ سره مختلفو ځایونو کې انځور اخلئ، دوی هم داسې انځور اخیستی دی.»

د تهران د عمومي امنیت د پولیسو مشر «علي ذولقدري» د یادې پېښې تعقیب د ځانګړو امنیتي پولیسو د کار یوه برخه ګڼي بولي او په خبره یې «له تېرې ورځې راهیسې د هغو انځورونو خپرېدو سره چې پکې څو کسانو د یوې ترهګرې ډلې بیرغ په لاس کې نیولی دا مسله د امنیتي پولیسو د کار ځانګړي برخه شوې ده. د دې ګام عاملان هم پېژندل شوي دي.»

د ذولقدري له قوله، د هغو انځورونو عاملان او اخیستونکي نیول شوي چې د يوې «ترهګرې ډلې» بیرغ یې نندارې ته وړاندې کړی و.

پولیسو نه ده څرګنده کړې، چې له نیول شویو کسانو سره به څه کېږي.

ایران چې د سلګونه زرو افغان کډوالو کوربه دی، چارواکي یې مني، چې له طالبانو سره راشه درشه لري او د یو شمېر مسایلو په اړه ورسره وخت ناوخت خبرې کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ماته مهمه دا ده چی ولی مونږه ټول پښتانه د ترهګرو، تروریستو، ځان وژونکو په نوم شهرت پیدا کړ. د دی صفت ټاپه چا پر مونږ ووهله؟ څه نور د افتخار وړ صفت خو نلرو که یی لرو نو هغه به څه وی. مشران مو یو پر بل پسی ووژل شول که عالمان ول او که عامیان. فقط پدی خپل زړونو ته تسلی ورکو او وایو: دا به د الله رضا وی دا ټول هر څه چی دی د الله له طرفه دی. نور خو څه پاتی ندی مونږ ته. اوسنی مشران خو مو که د حکومت لخوا دی او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close