
هارون الرشید څوک و؟
مولوي محمدرضاء رحماني
هارون الرشید رحمه الله په اسلامي نړۍ کې یو له تاریخي او معتبرو اشخاصو شمېرل کيږي ، اګر چې دده تعارف له هیچا هم پټ نه دی.
البته له دوه درې لسیزو را په دېخوا دده په حقله ډېرۍ فلمونه ، ډرامې ، بې بنسټه قېصې جوړیږي او خپریږي ، خوصوصا په عربي نړۍ کې ، چې ګواکې هغه یو عیاش فحاش سړی وو ، د خپل قدرت څخه په ناوړه استفاده یې هغه څه تر سره کړل چې د مسلمانانو له خلیفه سره نه ښایي.
دده یو ناسم انځور چې خدای مکړه هغه به د ښځو په مجلسونو کې له ښځو سره نڅا کوله ، خلکو ته ښودل کیږي ، همدارنګه وایي چې هغه به د شرابو څکلو محفلونه هم جوړول ، او هغه به پخپلو شاهي قصرونو ماڼیو کې د تل لپاره په لهو لعب بوخت وو.
ددې ټولو خرافاتو ، درواغو په خپرېدو کې لوی لاس د لبنان مسیحي لېکوال ( جورجي زیدان) درلود ، چې هغه د هارون الرشید په حقله له ډېر عناد او حسد څخه کار آخیستی ، مسیحي لیکوال د ( العباسیة اخت الرشید) په نوم کتاب چې د هارون د خور په نوم خپور شوی ، ډېرۍ روایات چې په حقائقو بناء وو په منفي أړخ ژباړلي.
حقیقت داسې ندی:
هغه څه چې مسیحي ژباړلي انځور کړي له هغو سره چې معتبرو تاریخي مراجعو انځور کړي کاملا په ټکر کې دي ، کوم انځور چې د هارون الرشید په حقله اسلامي تاریخ وړاندې کړی ، تاریخ پوهان او مؤرخین په دې عقیده دي چې هغه له لاس وهنې ساتل شوی.
همدارنګه: له اسلامي نړۍ ور هاخوا هم دده په حقله لېکنې او څېړنې شوي ، لکه چینایي مؤرخینو هغه د ( لارون) په نوم یاد کړی او لېکنې یې پرې کړي ، د آلمان لیکوالانو هم هغه د ( أرون) په نوم یاد کړی او لېکنې یې پرې کړي ، هغوی د هارون الرشید په حقله له ډېر انصاف څخه کار اخیستی ، دده ښېکڼې ، أخلاق ، عدل ، انصاف ، او دده خلافت یې ستایلی.
نوم او نسب:
هارون بن محمد المهدي بن ابي جعفر المنصور بن محمد بن علي بن عبدالله بن عباس بن عبدالمطلب الهاشمي.
هارون په کال ۱۴۹ هجري کې د عباسي خلافت په یوه غرنۍ سیمه ( الري) کې دنیا ته سترګې وغړولې ، هارون ډېر زړور او تکړه ځوان وو ، له دې کبله خپل پلار په مختلفو لوړو پوستونو وګوماره.
تر پلار او ورور الهادي وروسته په کال ۱۷۰ هجري کې هارون الرشید د عباسي خلافت پنځم خلیفه وټاکل شو ، هارون هغه وخت ۲۱/ ۲۲ کلن وو ، ده دخپل خلافت په دور کې علمي او ثقافي ژوند ته نوی روح ورکړ ، ددې تر څنګ یې عام المنعه کارونه او هم صناعت و تجارت ته وده ورکړه.
هارون الرشید ۲۳ کاله د مسلمانانو خلیفه وو ، هغه د ۴۶ کلونو په عمر په کال ۱۹۳ هجري کې د یوې معرکې پر وخت د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې پاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې ، رحمه الله وجعل الجنة مثواه ، هارون د ایران په شمال ( طوس) علاقه کې خاورو ته وسپارل شو، طوس په اوس وخت کې دایران یو ولایت دی چې د مشهد په نوم نومول شوی دی.
هارون الرشید رحمه الله یو ډېر عادل عابد او زاهد خلیفه وو ، هغه د ډېرو ښو اخلاقو او ښه ګومان څښتن وو ، د ورکړې یې هم کمئ نه وو ، هغه به هره ورځ له خپل مال څخه زر درهمه صدقه ور کوله.
خطیب بغدادي وایي چې هارون به هره شپه سل رکعته لمونځ کولو ، هغه ډېره عاجزي او خاکساري درلوده ، د الله تعالی پر دین ډېر غیرتمند وو ، او د خدای له وېرې به یي هر وخت ژړل.
هارون ته هغه وخت خپل پلار د ( رشید) لقب ور کړ ، چې کله یې هارون د یو لوی لښکر د مشر په توګه د رومیانو سره د جنګ په موخه روم ته ولېګل ، هغه وخت هارون شل کلن وو ، هارون د روم څخه فاتحانه راستون شو ، پلار د ځان لپاره ولي العهد وټاکه او هم یې د رشید لقب ورکړ.
هارون الرشید ډېر غښتلی مجاهد وو ، په ډېرو غزاؤ کې د شرکت له کبله هغه په ( جبار بني العباسیة) باندې هم شهرت درلود.
د هارون الرشید بله ځانګړتیا دا هم وه چې هغه الله تعالی په علم حدیث او فقهه هم نازولی وو، ددې تر څنګ أدبي ثقافي شاعر هم وو ، همدا وجه وه چې دده د خلافت په دور کې علم دین ډېر پر مختګ کړی وو.
هارون الرشید به له علماؤ سره ډېره مینه کوله ، د علماؤ مجلسونو ته به حاضرېده ، له علماؤ سره به یې د جهاد ، حج ، او نور سفرونه کول ، هارون به د علم النحو مشهور عالم ( علي بن حمزه الکسائي) او لوی حنفي قاضي ( محمد بن حسن الشیباني) رحمهم الله سره کلکه ملګرتیا کوله.
او د خپل عصر نورو علماؤ سره یې هم ښه تعلق درلود ، لکه ( ابوالعتاهیة) او ( اصمعي) او ( امام مالک بن انس) او داسې نور ، هارون الرشید مدینې منورې ته سفر وکړ او له امام مالک څخه یې د ( الموطاء) کتاب هم ولوست ، همدارنګه د کیمیا مشهور پوهان ( جابر بن حیان) به له هارون الرشید څخه ډېر ملاتړ کاوه ،
د هارون الرشید مشهور اقوال دا وو.
د انسان نفس په هغه څه کې طمع کوي چې اسباب ترې عاجز وي.
د انسان نفس د طمعې او ناامیدۍ تر مینځ هلاک کیږي.
شرافت ، خپل صاحب له رزالت څخه ساتي.
چاچې مشوره وکړه نو ډېر څه به تر لاسه کړي.
محترمه د هارون الرشید پیدایښت ځینی کتابو کی اتمه پیړی یادوی او تاسی ۱۴۹ کال یادکړیدی، لګ تشریحات راکړی ، مننه کوم