افغانستانسولې اړوند خبرونه

ایران او امریکا د افغانستان د سولې په اړه ډيپلوماټيک تماسونه نیولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ زمري، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو تړون لاسلیک شوی او هیواد ته د سولې د راتګ هیلې زیاتې شوې، امریکا او ایران د افغانستان د قضیې په اړه ډيپلوماټيکي اړیکې ټینګې کړې.

په همدې تړاو د ډيپلوماټ  مجلې په تازه خپاره شوي راپور کې راغلي«د ایران د ختیځ ګاونډي ایران په اړه غوره خبرونه شته، د امریکا او ایران تر منځ د افغانستان د سولې په اړه خبرې شوې، دغه خبرو که څه هم لږ پاملرنه جلب کړې، خو د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې زیات اغېزناک واقع کېدای شي.»

راپور کې وړاندې زیاته شوې، چې ایران او امریکا دواړه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي، دواړه هیوادونه د د اعش او القاعده په ګډون له بهرنیو «ترهګرو» ډلو د خوندي پاتې کېدو په هڅه کې دي، دواړه هیوادونه په کابل کې د یو پراخ بنسټه حکومت او تر څنګ یې د نشه یي توکو له قاچاق د خوندي پاتې کېدو غوښتونکي دي.

د راپور په بنسټ، پورتني مشترکات کولای شي د افغانستان د قضیې په اړه ایران او امریکا سره رالنډ کړي.

د مجلې لیکوال پر افغانستان د شوروي یرغل پر مهال د جوړ شوي هغه «شپږ+یو» فارمټ د بیرته را ژوندي کولو غوښتنه کړې، چې په نویمو کلونو کې د افغانستان د ثبات تر نامه لاندې جوړ شوی وو او د امریکا تر څنګ یې ایران او روسیه هم ګډونوال وو.

یاده دې وي، چې ایران او امریکا د افغانستان د قضیې په اړه داسې مهال ډيپلوماټيکې اړیکې نیسي، چې څه موده وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال «سید عباس عراقچي» د امریکا په رهبرۍ د سولې روانې هڅې مشکوکې یادې کړې او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو حضور يې د سیمې لپاره خطرناک وباله.

د عراقچي د څرګندونو په غبرګون کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» ایران تورن کړ، چې د افغان سولې په پروسه کې له تمې سره سمه همکاري نه کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close