پيښور موټر بم چاودنې د امن کمیټي مشر اعجاز باچا ووژلو
سلمیان
خيبرپښتونخوا متنو كې د پوليسو پوستې ته څېرمه موټر بم چاودنه شوې، چې له كبله يې ۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته د پوليسو يوه چارواكي رسنيو ته ويلي، چې بېګا شپه ناپېژاندو وسله والو، متنو بازار كې د پوليسو پوستې ته څېرمه يو موټر درولى و، چې په كې چاودنه رامنځته شوه او په ترڅ كې يې د يوه پوليس په ګډون ۳ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
وروستي معلومات وايي، چي د امن کمیټي مشر اعجاز باچا هم په دغه چاودنه کي خپل ژوند له لاسه ورکړی.