افغانستان

ملي امنیت شورا: تېرو دوو ورځو کې ۳۱۷ طالب بندیان خلاص شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت ملي امنیت شورا وایي، حکومت په تېرو دوو ورځو کې له بېلابېلو زندانونو څخه ۳۱۷ طالب بندیان خلاص کړي.

ملي امنیت شورا پر ټویټر لیکلي، چې حکومت په تېرو دوو ورځو کې د پروان او بېلابېلو ولایتونو له زندانونو څخه ۳۱۷ تنه طالب زندانیان خلاص کړي، چې ورسره جوخت د خلاصېدونکو طالب بندیانو شمېر۴۹۱۷ ته رسېدلی.

د امنیت شورا له قوله، د خلاصېدونکو بندیانو لړۍ به د ۵۱۰۰ طالب بندیانو تر خلاصون پورې روانه وي.

ملي امنیت شورا که څه هم د تازه خلاص شویو طالب بندیانو په اړه نور توضحیات نه دي ورکړي، خو ویل کېږي، دا بندیان د هغو ۵۰۰ زندانیانو له ډلې دي، چې حکومت یې د طالبانو له لست ها خوا خلاصوي.

حکومت مشر «اشرف غني» د اختر په ورځ په خپله وینا کې ادعا وکړه، چې دی د طالبانو په لست کې د پاتې ۴۰۰ بندیانو د خلاصون صلاحیت نه لري او د هغوی د خلاصون او نه خلاصون تصمیم به د مشورتي لویې جرګې له لوري نیول کېږي؛ خو حکومت به ۵۰۰ طالب بندیان چې د طالبانو په لست کې یې نومونه نشته؛ خلاص کړي.

د حکومت مشر له لوري د نږدې ۴۰۰ بندیانو له سمدستي خلاصون انکار داسې مهال دی، چې طالبانو د «ښه نیت» له مخې د زر تنه دولتي بندیانو د خلاصون لړۍ بشپړه کړې او  بین الافغاني مذاکراتو ته د لارې هوارېدو په موخه یې په حکومت هم د ورته ګام اخستو غږ کړی.

په ورته وخت کې شنونکي په دې  باور دي، چې د حکومت له لوري د طالب بندیانو په خلاصون کې ځنډ د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډولو په موخه دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close