افغانستان

سرور دانش: امریکا د مشورتي لویې جرګې د رابللو له پرېکړې هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ زمري، ۱۳۹۹ل):د کابل حکومت د مشر دویم مرستیال «سرور دانش» وايي، په کابل کې د امریکا د سفارت مرستیالې ورسره د مشورتې لویې جرګې  د رابللو په تړاو خبرې کړې او په دې برخه کې یې خپل نظریات ورسره شریک کړي.

د سرور دانش له مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي په کابل کې د امریکا له مرستیالې سفیرې «کارن دیکر» سره  دخبرو په مهال ادعا کړې چې تېر کال د مشورتي لویې جرګې په رابللو سره د سولې په پروسه کې مثبتې پایې ترلاسه شوې.

دانش ویلي، چې مشورتي لویه جرګه به په نږدې راتلونکې کې د مصالحې عالي شوار، ملي جرګو او نورو اړوندو ارګانونو د غړو په حضور کې رابلل کېږي او د طالب بندیانو، اوربند، او له طالبانو سره د مذاکراتو په مهال د خلګو د غوښتنو او نظریاتو په تړاو به پکې بحث کېږي.

د اعلامیې په بنسټ، کارن ډیکر د حکومت له دې اقدام هرکلی کړی او دانش ته یې یاده کړې، چې په یاده جرګه کې دې د ښځو او اقلیتونو استازو ته برخه ورکړل شي او د هغوی نظر دې واورېدل شي.

مشورتي لویه جرګه چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» یې د رابللو اراده کړې، د هغو څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون په اړه د تصمیم نیولو په پلمه راغوښتل کېږي، چې حکومت یې له خلاصولو انکار کړی.

دغه جرګه چې تمه ده د روانې اسد میاشتې په اووه لسمه کابل کې دایره شي، سلګونه میلیونه افغانۍ ورباندې مصرفېږي او شنونکي يې د وخت ضیاع او د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ هڅه نوموي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نواب

امریکا سره تړون کی یې لویه جرګه را ونه غوښتله، ډیورند اغزن تار تیرولو کی یی لویه جرګه را ونه غوښتله، کنړ باندی یی دپاکستان لسهاوو زره توغندیو غبرګون کی لویه جرګه را ونه غوښتله، ګل مرجان ته یی بیا ځلی 50 % حق ورکولو کی لویه جرګه را ونه غوښتله، دوستم دملت قاتل ته د مارشالۍ رتبې ورکولو کې یې لویه جرګه را ونه غوښتله او همداسې لسهاوو نورو لویو جنجالي موضوع ګانې. مګر د 400 بندیانو ازادولو کی لویه جرګه را غواړی ترڅو طالبانو سره د مذاکراتو خبره یوکال نور هم شاته وغورزیږی. اویوځل بیاددی اقتصادځپلی ولس ۱۱۰… نور لوستل »

جمیل

د کفری اشغالګرو د خوا وارد سوی فاسد او منافق حکومت د بیشرمی او د بیغرتی هیڅ حد نه پیژنی . د یو بهرنی هیواد د سفارت مرستیاله د هغه هیواد د مشر و مرستیال ته یادوی چی د ښځو او اقلیتونو استازو ته برخه ورکړی ، همدا بیهمته او بی ایمانه بیا پدی ډیر خوشحاله وی دا وځانته غټ ویاړ ګڼی او اعلامیی غوندی یی نشروی . دا به کوم سلیم عقل ومنی چی د هغو بندیانو چی امریکایانو نولی دی اختیار یی د دی سپکو سره وی ، ټوله پوهیږی چی دا غلامان وزن نلری او دوی پخپله… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x