نظــر

انتخابات او که د افغانانو تېرایستنه

انتخابات په اسلام کوم کښی کومه اصل نلری امادیوه شرعی آمراوقائددټاکلو لپاره داهل حل اوعقد رایه شرط دی .
خوپه افغانستان کې انتخابات دافغانانودغولونی لپاره یو تجارتی اواسلام دښمنه جنبه غوره کړی دی نه انتخابات شته اونه به ازادانتخابات وشی کچیری انتخابات واقعادافغانانوپه خوښه اوافغانانوته یی استقلال ،بیارغونه ،اقتصادی وړتیا،ملی ګټوته ژمنتیاپه برکښی درلودلی نوبیاولی دسیکولرستانواوله غرب څخه الهام اخیستونکی نویوراټوکیدلو ډیموکراتانو(داشرف غنی پلویانو)دعبدالله عبدالله په خلاف سنګرغوره کړی دی هغه هم په داسی حال کښی چی عبدالله عبدالله اواشرف غنی دواړه دامریکالخواحمایه کیږی.مګرداسی نه دی نوموړی انتخابات له ځان سره یوپیغام لری هغه پیغام دادی ترڅوافغانان دیوسوچه اسلامی نظام څخه لری پاتی شی، دخپل حق غوښتل ونه شی کولی، یو له بل سره همیشه په جګړه کښی واوسی اودسترنج دبازی په شکل مخ پروړاندی روانه ده عبدالله عبدالله اواشرف غنی دواړه غلامان دی اودخپل بادار(امریکا)پروړاندی همیشه دانحناپه حالت کښی دی په نوموړی انتخاباتی لوبه کښی افغان الاصله امریکایانوته دوه ګټی دی :

  • اول ګټه یی دادی ترڅووکولای شی چی دانتخاباتو په زریعه په زیاته اندازه پیسی خپلوپلویانو ته ترلاسه کړی ترڅو په افغانستان کښی دیوه واقعی اسلامی نظام په مقابل کښی خنډ واوسی چی همدادامریکی اودهغوی دمتحدینو(صهیونیستاتو)غوښتنه اوپلان شوی اسلام دښمنه پروژه هم دی.
  • دوهمه داچی هغه افغانان کوم چی له میډیا،سوادزده کړی ،تعلیم ،اودینی معلوماتولری پاتی دی داوښیی چی داانتخابات یوریښتونی پروسه دی اودخلکودرایوپه واسطه هغه ده رئیس جمهور،وکیلان اوثناتوران ټاکل کیږی اودوی (ګټونکی )به دافغانانویوریښتونی زعامت وبلل شی.

خوحقیقت داسی نه دی،بلکی امریکایان غواړی چی دافغانستان غیورقوم همیشه دیوه فیوډالی اوصهیونی نظام ترچترلاندی راولی اوهمیش یی دخپل حق دین ددفاع څخه محروم اودغرب کاپی شوی دافغانانوله دین سره مغایره ډیموکراسی پری وتپی.امازماپه اند داسی به امکان ونلری ډیموکراتان دی په دی وپوهیږی چی ددی نظام په مقابل کښی یوطوفانی ریښتونی نظام وجودلری .کوم چی دعلم ،سیاست ،سیادت،تکنالوجی ،غرب پوهنی ،نظامی تاکتیک،خاریجی اوداخلی سیاست، دیپلوماسی او…..په کامله معنی برخورداردی .هیڅ کله به غرب دی ته پری نږدی چی خپلی صهیونی اوصلیبی شومی پلان شوی مفکوری په افغانانوعملی کړی.
اودعمل په ډګرکښی یی هم نړیوالوته وښودله چی دایمان لښکردشیطان دلښکرپه مقابل کښی برنده دی.
دغربیانوهغه پوچ تبلیغات هم معلوم شول چی په تیرودوه لسیزوکښی یی هیڅ لاسته راوړنه نه درلودله بغیرله تاوان ،شکست ،درغلی ،ظلم ،استبدادڅخه اودافغانستان داستعماراواستثمارنقشه یی نیست اونابودشوله .اواوس امریکااومتحدین یی (ناټو)له خپل ټول توان اوقدرت سره ناکام اودناکامی په درشل کښی دی.دادهغوغیوروشازلمومیړانه اوشهامت وو کوم چی دخپلوسرونو په قیمت یی دوخت له فرعونیانواوقوی هیکله یهودوسره دیوه ښه مدیریت اوتدبیرپه نتیجه کښی مباریزه وکړه.یوه خبره ته موپام رااړوم !!!

لکه څرنګه چی په تاریخ کښی په احمدشاه ابدالی ،میرویس نیکه،سلطان محمودغزنوی،اکبرخان،ملامشک عالم،محمدجان خان غازی په ننګونواوحماسوویاړو.لری نه دی چی انشاالله راتلونکی تاریخ به بیاپه هغوزمریانوویاړی کوم چی امریکااودهغوی صهیونی بلاک ته یی شکست ورکړی .ددغه ډیموکراتانوبچیان به یاپه همدغومجاهدینوویاړی اویابه دعمرترپایه افغانی کلیمه له یاده باسی اودغرب په کومه کلیسا،نایټ کلب کښی دیوه غلام په څیروخت تیروی چی تیرتاریخ هم په همداسی غلامانو باندی شاهددی کوم چی مخکی دغربی بادارغلامی کوله اوس تاسی څیړنی ورپسی وکړی یو خوبه درته عبرت شی که له دی غلامی لاس پرسرشی ، اوبل داچی خاریجی تابعیت لری ان تردی چی مورنی ژبه یعنی (پښتو،دری)یی هم هیره شویدی نه خپل قوم پیژنی نه مذهب اونه دین اوملیت بلکی داسلام نه لری مذبذبین دی.
کچیرانتخابات دیوه سالم نظام دراوستلو لپاره وی اومسلمانانوته یی دخیر،فلاح،استقلال اوازادی پیغام درلودلی نوبیاولی پارلمان ته داسی کسان دانتخاباتوله طریقه کامیابیږی چی په زیګرکښی حرف هم نشته نه یی دینی زده کړی کړی دی اونه هم عصری بلکی دامریکایانو شتون ته یی لبیک ویلی انسانی کرامت نلری دارضی تمامیت،ملی ګټو،اقتصادی پیاوړتیا،خاریجی اوداخلی سیاست،حکومت داری ته ارزښت نه ورکوی.
نه ملی منافع پیژنی اونه ورته ژمن دی،بلکی دشخصی ګټوپه بنیاد امریکایی نظام ته وفاداردی .چی ژوندی مثال یی
دافغانستان داوسنی اداری اکثریت لوپړی پرچارواکی دی لکه رئیسان ولایان اوان وزیران چی دپارلمان دبی سواده اشخاصو دټوپک اوپیسوپه زورپه ولایاتوکښی په وظیفه ګمارل کیږی کوم چی دملت دمکروب حیثیت لری.
اوټولی وزارت خانی دقومی اوتنظیمی ویش په بنیاد ویشل شویدی چی نوموړی کاردملت دتباهی سبب ګرځی. همدغه دانتخاباتوله لاری راغلی رئیس جمهور(کرزی)دده کابینه اوپارلمان کچیری یی استقلال درلودلی نودپنجوایی په بی دفاع ملت باندی دشپنی علمیات په ترڅ کښی چی ملکیان په شهادت ورسیدل نودی پارلمان،ولایتی شورااورئیس جمهورخپل کوم عکس العمل ښودلی شول،

دلوګر،ننګرهار،کنړونو،غوربند،میدان وردګ،غزنی،قندهاراو….ولایاتوپه عاموبی دفاع افغانانوچی ړندی بمباری ،شپنی عملیات وشول اودهغوی پښتنی عزت چی دصهیونیزم داستعماری ځواک ترخړوعسکری موزولاند شول نودی دانتخاباتوله لاری راغلیوښاغلوڅه وکولی شول؟څه یی په وس پوره ول؟
هیڅ یی هم نشوای کوالی .

بلکی دخاریجی استعماری نظامی افسرانودیوی تمثیلی بښنی په پیش کولو سره یی دهغوی وینی حدروبللی.
اودغوافسرانودصهیونی اویهودی پلان شوی اسلام ختموونکی پروژی پلان ګزارانوته په عمل کښی وښودله چی زمونږه پروژه کامیابه اوپه افغانستان کښی زمونږه دپروژی کارکوونکی زمونږه غلامی ته لبیک ویونکی دی.

اماداسلام برحقه سنګردارانوداسی غاښ ماتوونکی ګذارونو ورکړل چی بشری تاریخ پری ویاړی.

لنډه داچی نوموړی انتخابات کومه اسلام شموله اوافغان شموله پیغا م نلری بلکی دافغانانو دتیرایستنی اوانسانی اواسلامی ارزښتنونو دپیمالولولپاره دی.
کچیری افغانان هوښیارواوسی انشاءالله چی داغربی ډرامه به په لنډه وخت کښی پای ته ورسیږی اوازادی غوښتونکی افغانان به له دوی سره همیشه په څنګه کښی ولاړوی .
یوی خبری ته موپام اوسه چی همیش دبریښنایی اوصوتی رسنیوکوم چی صهیونیزم ترقبضی لاند دی داسی اعلانات کوی چی له دی نظام سره سړکان ،مکتبونه،پلچکان ،روغتونونه او….جوړشول .

اماداسی نه دی بلکی دسړک،پلچک،روغتنواو….په مقابل کښی یی له افغانانواستقلال ،مینه ،محبت،ملی اقتصاد،اسلامی نظام واخیست،کچیری افغانان استقلال ولری اودیوه اسلامی نظام پشتبانی وکړی،ددښمن تش تبلیغات موونه غولوی، دسړک،پل ،پلچک،روغتون،دینی مدارسواومکاتبوجوړونی اقتصادی وړتیامونږه اوستاسو خپله لرو،دځمکی پرمخ له هرډول منابعویو،محلی موادوبډایه ملک یو مونږه اوستاسو کولی شو چی په خپل مټ دخاریچی مشاوراودخاریجی په لاس له راوستل شوی اودجمهوریت په ګدی ناست غلام څخه بغیرهم خپل ملک اباد اوجوړکړو.
داسلامی نظام دراتلوپه هیله .

لیکوونکی: عمرافغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x