ټکنالوژي

پر چین د جاسوسۍ الزام؛ ټرمپ د ټک ټاک تړلو خبرداری ورکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ زمري، ۱۳۹۹ل): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروسته له هغې د چینایي مشهور ویدیویي اپلیکیشن د تړلو خبرداری ورکړ چې پر چین یې د جاسوسۍ الزام لګولی دی.

د امریکا استخباراتي ادارې انديښنې لري چې دغه چینایي کاریال چې زرګونه خلک یې په امریکا کې کاروي ددوی پر وړاندې د چین لخوا د پټې وسلې په ډول کاریدلی شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته د خبرو پرمهال وویل، «تر کومه چې ټک ټاک پورې تړلې ده، موږ به ډير ژر دغه کاریال په امریکا کې وتړو»، نوموړي هغه مهال چې پر رسنیو د مایکروسافټ او ټک ټاک ترمنځ د تړون خبرونه خپاره شول وویل موږ به ددغه احتمالي تړون مخه ونیسو.

د تیرې پنجشنبې په ورځ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ځینو سرچینو په حواله لیکلي وو چې مایکروسافټ شرکت په پام کې لري ټک ټاک کاریال واخلي او په دې تړاو خبرې روانې دي، په عین حال مایکروسافټ په دې اړه له تبصرې کولو انکار کړی و.

بل لوري ته د وال سټریټ ژورنال خبري اژانس د وینا له مخې، د ټرمپ له څرګندونو وروسته د مایکروسافټ او ټک ټاک ترمنځ د تړون خبرې دریدلې دي.

په امریکا کې د ټک ټاک مدیرې «وینیسا پاپاس» ویلي چې پر ټک ټاک بندیز هسې خبرې دي، دغه کاریال هیڅ چرته نه ځي، «ټک ټاک له امریکا څخه هیڅ چرته نه ځي او تر اوږدې مودې همدلته وي».

ټرمپ داسې مهال د چینایي کاریال د تړلو خبرداری ورکوي چې څو موده وړاندې یې د سینګاپور هېواد یو کس چین ته په جاسوسۍ نیولی و چې هغه کس د تحقیقاتو پرمهال پر دې اعتراف هم کړی و، خو چین په تکراري ډول دغه تورونه رد کړي دي.

بل لوري ته پر ټک ټاک انتقاد کونکي استدلال کوي، هغه معلومات چې په متحده ایالاتو کې د ټک ټاک کاروونکو لخوا راټولیږي ممکن په وروستیو کې د چین حکومت لاس ته ورسیږي. په داسې حال کې چې شرکت څرګنده کړې دوی خپل معلومات له چین څخه بهر ذخیره کوي او په دې اړه د بیجینګ لخوا د هر ډول هڅو پر وړاندې مقاومت کوي.

د سایبر امنیتي کارپوهانو ویلي چې د ملي امنیت په اړه د ټک ټاک احتمالي خطرونه په لویه کچه نظریاتي دي، په دې اړه داسې هیڅ شواهد شتون نه لري چې د ټک ټاک کاروونکو معلوماتو ته د چین استخبارات لاسرسی لري.

د یادونې وړ ده په جون میاشت کې د چین سره له کړکیچ وروسته هند هم د امنیتي خطرونو او د کاروونکو معلومات ساتلو په پار د ټک ټاک سربېره په ۵۰ چینایي کاریالونو بندیز لګولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x