ټولنیزه برخه

پیغام/ اسدالله رزین

اسدالله رزین

د اسلام د مبین دین ځانګړنه ده چې نن هم د اسلامي نړۍ لپاره نوی بیغام ، د ژوند تیرولو نوې، ډاډ منه ، له اندیښنو لري او هوسا بلنه لري. دا هغه بیغام او بلنه ده چې محمد رسول الله (ص) ۱۴۰۰کاله مخکې کله چې انسانیت په نړیدلي پاڼ ولاړ ؤ ور ته ډالۍ کړ. دا یو پیاوړی ، روښانه او ویښ بیغام ؤ چې انسانیت بیا په خپل ټول عمر کې له بلې خولې وا نه ورید.

د یاد پیغام په اوریدو سره مسلمان له مدینې ووت او ټولې نړۍ ته ورسید. او دا هغه پیغام دی چې د سعد ابن ابی وقاص(ض) استازو د ایراني پاچا د پوښتنو په ځواب کې ور ته بیان کړ.

د عمر فاروق(ض) د خلافت موده وه چې سعد بن ابی وقاص(ض) د ټولو قواؤ د قومندان په توګه دنده  سرته رسوله. سعد(ض) به یوه میاشت کې دننه د خپلو پیلونکو  او تاکتیکي عملیاتو په ترځ کې فارسیان دومره وارخطا او په تنګ کړل چې نارې سورې یی تر یزدګرد پوري ورسیدې.

سعد(ض) داسې خبر هم تر لاسه کړ چې (رستم بن فرخزاد) په خټه ارمنی د یو لو لښکر به تابیا لګیا دی چې ګڼ شمیر فل سپاره او آس سپاره هم پکې دي. سعد(ض) امیرالمؤمنین د لیک پواسطه خبر او رستم ته یی څو تنه مشران مجاهدین اسلام ته د را بللو لپاره ور واستول. رستم: فتحه، ممتاز سیرت، اعلی صورت ، بی بیلګې میړانه او په اسلامي ادب کې نغښتی صراحت د هغوی په ښکاره سپیرو ، خو نوراني څیرو کې له نیژدی ولید. رستم په وحشت کې ولوید ، واڼې یی ووتې ، نه پوهیده چې څه ووایی. ځان یی پخپله ماڼۍ کې کلابند ولید. او په پای کې یی په لړزیدلي آواز کې ایله دومره وویلای سوای چې: د فکر کولو لپاره څلور میاشتې مهلت راکړی.
رستم دغسې یو خوب هم لیدلی ؤ چې: له آسمانه یوه ملکه را کوزه سې . د فارسیانو په اسلحو ټاپې ولګوې . مخمد رسول الله (ص) ته یی ور کړئ او هغوی(ص) یی بیا عمر(ض) ته ور وسپاري.

د رستم څلور غنیمت بللې میاشتې تیرې او د لښکرو د مخامخ کیدو وخت را ورسید. رستم تر مخامخ کیدو له مخې سعد(ض) ته یو کس ور ولیږه چې یو داسي څوک را واستوه چې ځنې پوښتنې تری وکړم.

هلته هر یوه یار د میدان ګټلو وړتیا لرله. په هره ساحه کې یی روزنې لیدلې وې. هلته د صلاحیتونو او ظرفیتونو کمی نه ؤ چې مذاکراتي ډله یا ګروپ نسې چمتو کولای .او له مذاکراتو د تیښتې لارې لټوې. هغوی د آسماني پیغام رسولو ماموریت درلود، هلته ټاکلې موخې رښتیا هم سرې لیکې وې، هلته ټاکلو موخو ته د رسیدو پیاوړی هوډ، مست احساس او خوځنده جذبه فعاله وه. چې بیله ځنډه یی (مغیره بن شعبه)(ض) ور واستاؤ. مغیره(ض) رستم له خیالې الوتنو را کشته کړ. د انساني کرامت ، انساني ژوند او انساني حقوقو په تصور کې یی په خولو کې غرق پری ښود او تری را وؤت. سعد (ض) ته فرصتونو ارزښت درلود، نو څکه یی بیله څنډه د مغیره په پله (ربعي بن عامر) رستم ته ور واستاؤ.

ربعي ډیرې با شوکته او عظمت ښووني ناستې ته په خپل شوکت : روځنۍ ، زیږه، زړه او په دوړو سپیره جهادي جامه کې چې تورې او ډال یی په اوږو ناز کاؤ ور وخوڅید. د ربعي سینه په زغره کې پټه  وه. د اوسپنې خولۍ په لاس په آس سپور د مورچل په وقار او خیلا کې د رستم د جبروت او غرور دروازې ته ور مخ ته سو. د رستم سپایانو  ربعي بن عامر د رستم په سترګو نه ؤ لیدلی چې د سلاج ایښودو یی ور ته وویل. ربعي د ربعي شهامت په ژبه ځواب ور کړ! زه سلاح ایښودو ته نه یم راغلی. بلکې د خپل امر په اطاعت کې د اتمام حجت لپاره راغلی یم. په همدغه شان او څرنګوالي کې ورځم. رستم څار کاؤ، هرڅه یی اوریدل . د ربعي د جهادي دبدبې په خیالو کې ؤ. په سپایانو یی غږوکړچې : څرنګه ده هغسی را تلای سې.

ربعي په وریښمو او طلاؤ پوښليې ماڼۍ ته چې رستم په طلایی کټ ناست ؤ، تاج اونور ویاړ نښانونه یی په ښکاره ځایو کې ځای په ځای اوطلایی بالشتونه اوډلي ؤ پخپله دبدبه کې ور ننوت. ربعي د فارسیانو د ټولې دبدبې پام خپلې دبدبې ته را واړاؤ.  ربعي د خپلې ورسره نیزې څوکه  په طلایی پوښه بالښت جګه اوبل لورې ته تری ووته . او په هغه وقار یی تکیه پری وکړه.

ټولې سترګې  ربعي ته ور کږې وې. تر ربعي بل ښایسته او با کیفیته منظر نه ؤ. وه د فارسیانو د وحشت او عظمت ماڼۍ، خو پکې چلیده یوازي او یوازي د اسلامي وقار منظر (ربعي بن عامر).
ربعي هم رستم تر خپل شدید اغیز لاندي پریښود او تری را وؤت.

سعد بن ابی وقاص یوازي د غلیم په غیسو پی یلو ماهر نه ؤ. په نفسیاتي لحاظ د غلیم ماتولو ماهر هم ؤ چې ډیر زر یی رستم ته (حذیفه بن محصن) ور واستاؤ. حذیفه هم درستم پاته جنګي جنون او نشه ور والوزوله او د مورچل لوری یی خپل کړ.

د سعد استازي ډیر او له آسمانه سره  په اړیکه کې پیغام یی یو او په لاندي ډول سره ؤ.

موږ په دنیا ګټلو او سوداګري پسې نه یو را وتلئ، امپراتوران هم نه یو، زموږ موخه آخرت ده، خدای موږ ته یو رسول را استولی چې څوک یی ؤ نه مني د نه منلو سزا ورکؤ، په هغې تکیه ، تکیه یو چې بله نسته. او هغه شاهدي ور کول  دي په  دې چې:  اشهد ان لا اله الا الله  و اشهد ان محمد رسول الله. د بندګانو له بندګي د یوه خدای بندګي ته ، د دنیا له تنګي د آخرت پراخي ته، د باطلو ادیانو له ظلمه اسلامي عدالت او انصاف ته پناه ور وړل دي. او څوک چې په دی مبارک الهي دین کې داخل سې،  په هغه الله  لوړه کؤ چې له سوداګریزو او نورو ورته اړتیاؤ پرته به د چا هیواد ، شتمنیو او عزت ته چپ هم ور ؤ نه ګورو
یاد پیغام اوس هم ټکې په ټکې هغه او هغسې تازه بیغام دی. د یوه تورې د ډیریدو او کمیدو اړتیا پکې نشته. دا مبارک پیغام د (۲۱) پیړۍ د انسان لپاره هغسې نوی ، تازه او وړ پیغام دی لکه څرنګه چې د شپږمې عیسوي پیړۍ د انسان  لپاره  نوی ، تازه او وړؤ.

نن هم انسان مهالي بتانو ته سجدې لګوې، نن هم  د یوه خدای بندګي نابلده او پردۍ ښکاریږي، نن هم د غیرالله د بندګي بازار ګرم دی، نن هم د نفسي او شیطاني غوښتنو پرستش  په لویو لارو کې کیږي، نن هم ځواکمن ، زر او زور لرونکئ، د سیاسي ډلو لیډران ارباب من دون الله جوړ سوي. د هغوی پنامه سرونه ور کوي، په لیخکو پورې یی تندي سولوي لکه څرنګه چې یی د باطلو بتانو په وړاندي سولول. نن سره له دی چې انسان د وسائلو له پریماني ، د سفر له آسانتیاؤ، د هیوادو له نیژدیوالي او ښووني له ډیر والي برخمن دی، خو د پخوا په پرتله ډیر وږی، تږی، ستړی، ناروغ، خوږ او مړدی. نوي تخنیک  هم انسان ته سعادت نه بلکې  بدبختي را وړه، انسان د غریبي په کور کې اوسیدو ته نه پریږدئ، ډرون یی په مرګ پسی دشپې او روځې غړمبیږي . د نن ماده پرست انسان په ځان لګیا ده نفسي غوښتنې پوره کوي. او یوازي خان ور ته انسان ښکاریږي. سیاستوالو او واکدارانو شته خراب حالت نور هم خراب کړی دی. په ژوند او د ژوند په وسائلو او خوراکي توکو په زیرمو تسلط لري خوښه یی چې څوک مړوي او څوک وږیوي. له هستي ډکه او هر خیر ته پیدا او چمتو ځمکه نه انسان مړولای او نه یی پټولای سې. قومونه ، ولسونه او حتی هیوادونه  لکه یتیمان د بل په کفالت کې اوسیږي.

نړیوال سودي نظام د انسان وینه زبیښي او له ولاړو یی اچولی دی. پردي په پردو حکومت کوي. په ولسونو پوري هیڅ اړه نه لري. حکومتونه  د نړیوال سودي نظام په واک کې دي. اوس لګیا دي ولسونه هم په واک کې اخلي. د انسان او انسان ترمنځ د باور تاریی شلولی دی. تمدن او حکومتونه  نوي نوي ځولنې ، د غلامي کړۍ او د انساني ښکار دامونه جوړوي. ماډرن تخنیک په انسان دښمني پسې پایڅې را پورته کړې دئ. مصنوعي لوږې، مرضونه، جنګونه، جهالتونه  او ډول، ډول فسادونه انسان ته ورتوشوي، نو له همدي کبله په کار ده چې دغه محکوم او سلا بلا ځوریدلی انسان ته د مهالي باطلو او خود ساخته ادیانو له ناروا او بی انصافي څخه د اسلامي عدالت غیږې ته د پناه تهیه ونیوله سې. خود ساخته ادیانو له انسانه د خپل فکراو عقل څخه د کار اخستو واک اخستی دی. مهالي ادیان لکه قوم پرستي، وطن پرستي ، جمهوریت ، اشتراکیت، دموکراسي او ټول ایزمونه د خپلې لویشت نظري، بی رحمي. ظلم مزاجي او بی حیایی له مخې تر پخوانو باطلو ادیانو څو ګامه وړاندي تللي دي، خو که پرون د یاد پیغام د حکمتونو او برکتونو په رڼا کې د انسان له لاسو او پښو هتکړۍ او ځولنې کشلې سوې دي نن هم کیدای سې. له دی کبله چې دا د هرې زمانې د جبارانو او انسان خوړونکو د جوړیدو او ورکیدو پیغام دی. او له بله لورې نړیوال کفر هم نن تربل هر وخت او هرځای د سقوط ، اخطارونو او رسوایی له لعنتو سره مخ دی. دوی هرچا په خپل کور، کلې او ګاونډ کې په  سترو بشري او اخلاقي جنایتونو اخته ولیدل.

دوی په کور دننه، سیمه ، هم پیمانو او ټوله نړۍ کې بی وفا، خپل چارې او ظالمان و پیژندل سوو.

دوی هیچا ته هم د ور ښکاریدو مخ نه لري. ټول پټ عببونه ، دروغ او دوه مخي یی برملا سوهّ.

د دموکراسې تر نامه لاندي یی انسان او انسانیت تهدید ، تحقیر او توهین کړ، خپل خونړی او له انصاف لري تاریخ او په وینو څښلو روږدو اسلافو ته یی دعا ګویان پیدا کړل.

د حقیقي بدلون د مخنیوي لپاره یی مصنوعي او غولونکي بدلونونه  د (ایزم) تر کلمې لاندې عنوان کړل چې هغه ټول د زاړه کفر نوي نومونه دي.

یاد بدلونونه سفر لوری او اصول نه بدلوي. یوازي د ښي او چپ لوبه او له انسانیته د انسان د لري کیدو عمر وږدوي.

نړیوال ټول او په ځانګړي ډول سره امت تر پزې رسیدلی. او روان حالت ورته د زغملو نه ده. ، نو په کار ده چې پخپله انسان د هغې تاریخي تیروتنې قیمت ادا کړي د کوم په پایله کې چې نړیوال واک او اخلاقي مشرتوب له پاکو نا پاکو او صالحینو کالحینو ته ولیږدید. او هغه دا چې : د انساني روانې غمیزې یوازنی حل له مجرمو او ککړو لاسو چې انساني قافله غرقول غواړي . د ځمکې په مخ نړیوال شیطاني نظام ته شالید جوړوي. د جهالت له بی انصافه کمپه  د اسلامي عدالت او انصاف کمپ ته . د عیاشو ، فحاشو او اکابرو مجرمینو له لاسو واک او اخلاقي مشرتوب : امینو ، خدای پرستو او د امت د رحم او شفقت لاسونو ته چې له ازله د همدغه ماموریت لپاره مامور او ذمه وار دي بیرته  ور ولیږدیږي.

مسلمان چې کله د ځمکې په مخ را ښکاره سو او د نړۍ د لار ښووني واګې یی تر لاسه کړې ټولې هغه ستاینې ورسره وې کومو چې دی د انساني نړۍ د لارښووني لپاره وړ ثابتا ؤ. له مسلمانه سره آسماني کتاب او الهي شریعت ؤ، نو هیڅ اړتیا یی نه لرله چې د عقل په بنسټ  بل قانون جوړ کړي. هغه له لوړې اخلاقي روزنې او مکملې نفسي پاکې سره واک او مشرتابه ته را وړاندي سو. آسماني وحیه یی په اصلاح او روزنه لګیا وه. په کلو، کلو د کائناتو د تر ټولو غوره ، هوښیار او سپیڅلي انسان حضرت محمد مصطفی(ص) تر څار لاندي و اوسید. هغوی(ص) فرمایی! په خدای لوړم چې د چارو واګې به هغه چاته و نه سپارم چې فرمایش یی وکړي او یا یی وغواړي.

مسلمان د چارو واګې غنیمت نه بللې . هغه د کوم قوم یا نژاد په چوپړ کې نه ؤ. او د کوم هیواد استازیتوب  یی هم نه کاؤ.

د لارښووني او تمدن د بیړۍ د چلولو واک باید له هغه چا سره وي چې روح او ماده دواړه منې. د دیني او اخلاقي ژوند پوره بیلګه و اوسې. او د سالم عقل او سم علم په ګاڼو ګاڼلی وي، نو که کله د مادې غلام واک ته ورسیږي . هغه له دغه ژونده پرته په بل ژوند باور نه لري. او له حواسو پرته بل حقیقت له سره مني نه. چې هلته بیا د انسان او څلور بول تر منځ توپیر له منځه ځي. او تمدن شکلا ښکلی او دننه له بی شمیره عیبونو  او ناروغیو ډک وي. او انسان د ماده پرستي به لومو کې تپیږي . او که واک داسې ډله واخلي  چې د مادیت منکروي   یوازي وچ روحانیت او ما بعد الطبعي  شیانو ته باور مند وي بیا نو د تمدن قافله دریږي، له حرکته لویږي او انسان  د دښتو او غارو ژوند ته مخه کوي، تر ازدواجې ژوند د تجرد او یوازیتوب  ژوند خوښوي . او د رهبانیت په ترږمیو کې ورکیږي..

انساني تمدن ډیر ځله د حیوانی مادیت او رهباني روحانیت ترمنځ لاره ورکه کړي. او انسان یی له خپله فطرته بیل کړی دی. او د اعتدال او جامعیت خوند یی نه دی ورڅکلی. چې د کلیسا تاریخ یی ژوندی ګواه دی.

رزین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x