نړۍ

پاکستاني طالبانو د صلاح الدین ایوبي په نامه عملیات اعلان کړل

نن ټکی آسیا: د پاکستاني طالبانو یوې باوري سرچینې له رسنیو سره په تازه څرګندونو کې هغه ګنګوسې رد کړې، چې دوی یې په خپلو منځو کې سره بېلول او ویې ویل چې د دوی ټولې څانګې او غړي د مولوي فضل الله په مشرۍ قایل او د هغه تر قوماندې لاندې جنګېږي.
د پاکستاني طالبانو یوه مخکښ مشر ګیله من محسود له پاکستاني رسنیو سره د خبرو پر مهال ویلي، چې په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځيانو د عملیاتو له پيل سره جوخت د دوی ټول ملګري له میرعلي څخه نورو سېمو ته په خوندي توګه لېږدېدلي او د خپل مشر له لارښوونې سره سم خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي.
ښاغلي محسود د خپلو تلفاتو په اړه د پاکستاني پوځیانو له خولې ورکول شوې شمېرې ناسمې وبللې او یوازې د خپلو ۹ تنو ملګرو له لاسه ورکونه او د پنځو نورو ټپي کېدا یې ومنله.
ده همداراز د پاکستان حکومت وننګاوه،چې دې موخې ته،چې ګواکې شمالي وزیرستان به د طالبانو له ولکې وباسي، نشي رسېدای او ډېر ژر به له رسوا ماتې سره مخ شي.
ښاغلي ګېله من محسود څرګنده کړه، چې د دوی د مقابل لورې د ضرب عضب عملیاتو په ځواب کې دوی د صلاح الدین ایوبي په نامه عملیات پيل کړي.
نوموړی په دې باب زیاتوي: «موږ د ضرب عضب پر ضد د صلاح الدین ایوبي عملیات پيل کړي.لکه څرنګه چې صلاح الدین ایوبي بیت المقدس د کفارو له منګولو ژغورلی و، داسې به موږ هم ان شاء الله له پاکستانه د کفري نظام لمنه ور ټولوو او پر ځای به یې شرعي نظام نافذوو. »
نوموړي ډاډ ورکړ، چې بری به د دوی په برخه وي او د دوی ټول ملګري به اوږه په اوږه خپلو موخو او د پلانونو تطبیق ته ژمن وي.
د ښاغلي محسود په وینا، د پاکستان حکومت به هم د امریکایانو په څېر چې په افغانستان کې یې ټول امکانات او ځواک وکاراوه؛خو بیا هم د طالبانو په ختمولو کې پاتې راغلل همداسې به دوی هم له پاکستانه د طالبانو په ختمولو کې پاتي راځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x