افغانستانسولې اړوند خبرونه

اروپایي اتحادیه او پاکستان د جلال اباد پر زندان برید د سولې د مخالفینو کار بولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ زمري، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار په مرکز «جلال اباد» ښار کې ددې ولایت په مرکزي زندان باندې موټر بم او وسله وال برید چې د تېرو څو ساعتونو راپدېخوا یې د دوام راپورونه ورکول کېږي؛ د بیلابېلو جهتونو له لوري غندل شوی او د سولې د مخالفینو کار یاد شوی.

تېره ورځ ماښام مهال د ننګرهار مرکزي محبس ته نږدې لومړی د موټر بم برید خبر ورکړل شو او ورپسې چارواکو وویل، چې وسله والو زندان ته نږدې په یوه پلازه کې ځای نیولی او له دولتي ځواکونو سره په نښته اخته دي.

دغه برید د طالبانو د اوربند په وروستۍ ورځ وشو او طالبانو پکې لاس لرل رد کړل.

رسمي سرچینې وایي، برید د نږدې دوولس ساعتونو په تېرېدو لا هم روان دی چې لږ تر لږه پکې ۱۸ تنه وژل شوي او ۴۶ نور ټپیان دي.

برید چې ویل کېږي، داعش ډلې یې پړه په غاړه اخیستې، په مهال یې سلګونو زندانیانو د تېښتې هڅه کړې، چې له ډلې يې ځیني بیرته نیول شوي.

په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې استازی «رولانډ کوبیا» یاد برید د سولې د مخالفینو کار بللی، چې دده په خبره «غواړي موږ په جګړه او تیاره کې وساتي.»

ورته مهال د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي «محمد صادق» هم د خپل هیواد په استازیتوب یاد برید غندلی او د سولې د دښمنانو کار یې بللی.

په ټولنیزو رسنیو داسې څرګندونې سره لاس په لاس کېږي، چې د برید څرنګوالی تر پوښتنې لاندې راولي او له امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ پلان شوی کار یې ښيي.

د ټولنیزو رسنیو ځینو فعالانو اندېښنه ښودلې، چې ښایي یاد برید د داعشي زندانیانو د خلاصون لپاره طرحه شوی وي، تر څو په هیواد کې سوله ییزه فضاء خرابه کړي او جګړې او تاوتریخوالي ته لار پرانیزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
وطن دوست

ههههه ښا پاکستان هم دا خبره کړی یعنی؟
حندا دی راوسته ستاسو خدایان او پیران به وی مګر اوس نور افغانان نشی خطا کولای.
پاکستان یو غیر مسلمان ملک ده، ملاتړی او لاس پوڅی یی همچنان او همدوی دی چی موږ یی د محطلفو ډلو په واسطه دی حالت ته ورسولو. او دی دوی دا خبری نکوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx