افغانستان

بادغیس کې د دولتي عسکرو په توپچي ډزو څلور ماشومان ټپیان شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ زمري، ۱۳۹۹ل): د بادغیس ولایت په  بالامرغاب ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په توپچي ډزو ۴ تنه ماشومان ټپیان شوي او د اختر خوښي یې په غم ورته لړلې ده.

د سیمې خلک او طالبان وايي، دولتي عسکرو د لوی اختر په شپه د بالامرغاب ولسوالۍ له محاصره شوي کنډک څخه ددې ولسوالۍ په غوچاقو سیمې د ډیسي توپونو مرمۍ ویشتلي، چې له امله یې د سیمې خلکو کې سخته ویره ترهه خپره شوې او د توپ یوه مرمۍ د یو کور په انګړ کې لګېدلې ده.

سرچینې زیاتوي، په دغه پېښه کې د نوموړي کور ۴ ماشومان چې لاسونه یې په نکریزو سره وو، ټپيان شوي او د اختر خوښي یې ماتم اووښتې ده، په ټپيانو کې د دوو ماشومانو حالت نازک ښودل شوی دیږ

که څه هم د لوی اختر په مناسبت طالبانو درې ورځنی اوربند اعلان کړی وو او د کابل حکومت مشرانو هم خپلو عسکرو ته امر کړی وو، چې دغه درې ورځنی اوربند ته پابند اوسي؛ خو ددې سربیره  د بادغیس، فراه او فاریاب په ګډون د هېواد په یو شمېر سیمو کې د دولتي عسکرو لخوا له اوربند څخه د سرغړونې ګڼې پېښې ثبت شوي، د کومې له امله چې یو شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله هم اووښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x