روغتیا

د کرونا ویروس تر پنځمې ورځې خطرناک خو له نهمې وروسته بې خطره وي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ زمری، ۱۳۹۹ل): روغتیا پوهانو ادعا کړې هغه کسان چې پر کرونا اخته شي تر پنځمې ورځې یې ناروغي خطرناکه او بل ته لیږدونکي وي خو له ۹ ورځو تیریدو وروسته هیڅ خطر نه پېښوي.

د انګلستان په ګلاسګو پوهنتون کې څيړونکې دې پایلې ته رسیدلي چې په ویروس اخته کسان نشي کولای له نهمې ورځې وروسته نورو ته دغه ویروس انتقال کړي.

بریتانوي ساینسپوهان د ۷۹ څیړنو په ترڅ کې دې پایلې ته رسیدلي چې کله ویروس په ستوني او پوزه کې کشف شي، نو ددې اجزا د نښې له پېل کېدو ۹ ورځې وروسته نه خپریدونکې وي.

راپور زیاتوي، د ویروس جنیتیکي ماده د RNA د نښو له پېل څخه په اوسط ډول له ۱۷ څخه تر ۸۳ ورځو پورې د ستوني په جریانونو کې شتون لري، خو دا ماده په خپله ساري او خپریدونکې نه ده.

څیړونکي دیته اشاره کوي چې دا «غیر فعال جینیاتي مواد» د خپل حساسیت له کبله نه لیږدونکي وي، دوی زیاتوي چې د ویروس ژوند نسبتا لنډ دی، ددې د انتقال خوارۍ له نهمې ورځې وروسته غیر فعاله کیږي.

څیړنه زیاتوي چې د ویروس انفیکشن د نښې له پېل څخه تر پنځمې ورځې پورې شدید وي، دا، دا په ډاګه کوي چې ډيری خلکو د کرونا ازموینې ترسره کولو څخه وړاندې نورو ته ویروس لیږدولی دی.

د څیړنې ټيم سپارښتنه کوي، خلک دې باید ژر تر ژره د نښو څرګندېدو سره سم که څه هم خفیفې وي ځانونه ګوښه کړي.

دا څیړنه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې د انګلستان حکومت د هغو کسانو د قرنطین موده چې د کرونا نښې په کې څرګندې شوي له ۷ ورځو لسو ورځو ته وغځوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x