ټولنیزه برخه

د چا احسان مه هېروئ

مولوي محمدرضاء رحماني

د اوږدې مودې خپلولي انډېوالي په یوه وړه تېر وتنه له مینځه وړل د هوښیارو خلکو عادت ندی

پخوا یو بادشاه خپلو ساتونکو ته د لسو وحشي سپیانو د پالنې حکم ورکړ ، دا ددې لپاره چې که له کوم وزیر یا مامور څخه څه غلطي وشوه نو ددې وحشي سپیانو په واسطه به داړل کیږي ترڅو په خورا وحشت سره قتل شي.

یوه ورځ کوم وزیر د څه کار په تړاؤ بادشاه ته مشوره ورکړه ، بادشاه دهغه مشوره ناسمه وبلل
، بادشاه د وزیر په حقله پرېکړه وکړه چې هغه دې وحشي سپیانو ته واچول شي.

وزیر ډېر د حسرت په لهجه بادشاه ته وویل! بادشاه صاحب ما ته بښنه وکړه ، ګوره ما خوستا لپاره لس کاله خدمت وکړ ، په یوه وړه خبره دومره ظلم مه راسره کوه !
بادشاه پر خپله پرېکړه ټینګار وکړ ، وزیر ترې لس ورځې مهلت وغوښتل ، بادشاه مهلت ور کړ.

وزیر هغه ځای ته چې سپیان پکې ساتل کېدل ولاړ ، د سپیانو پالونکی ته یې وویل چې دا سپیان به لس ورځې زه وپالم ، پالونکي وویل ، وزیر صاحب! له دې به تا ته څه ګټه تر لاسه شي؟
وزیر وویل چې ځا بیا به دې خبر کړم ، پالونکي ورسره ومنله ، هغه ؤ چې وزیر د سپیانو په پالنه بوخت شو ، ډوډۍ او غوښې مختلف خوراکونه ورکوي ، پرېمینځي یې ، لاس پرې وهي ، بالآخره له ځان سره یې ښه شناخته کړل .

هغه ؤ چې د لسو ورځو په تېرېدو ، د حکم پر ځای کول تر سره شول وزیر یې د سپیانو خونې ته ور واچاوه ، بادشاه له یو لوړ ځایه دده د مرګ شېبې څاري چې اوس خو به نو زړه درباندې یخ کړم.

بادشاه څه ګوري چې سپیان د وزیر په پښو کې رغړي له مینې ورته غاپي لکۍ ښوروي ، بادشاه ددې صحنې په لېدلو حیرانتیا وښوده ، وزیرته یې وویل تا په دې سپیانو څه وکړل، دا څه وجه ده ، دا څه وشول ؟
وزیر ورته وویل! بادشاه صاحب ما ددې سپیان یواځې لس ورځې پالنه او خدمت وکړ تا ولېدل چې زما احسان یې هېر نکړ، او ستا مې لس کاله خدمت وکړ هغه هرڅه دې هېر کړل.

بادشاه له ډېر خجالته سر وښوراوه له زیر څخه یې بښنه وغوښته او معاف یې کړ.

د زړه له تله دې ټولو ته ډالۍ وي.

د یو کمزوري موقف په لېدلو د اوږدې مودې پر احسانونو سترګې مه پټوۍ ترڅو ښه دوستان او ښه یادونه له لاسه ورنکړۍ.

مرغان تل میګتانه خوري خو کله چې مرغان مړه شي نو بیا د مېګتانو خوراک شي

د ژوند حالات أوړي را أوړي هیڅ چا ته هم د حقارت په سترګه مه ګورۍ

خلک تل د زمریانو پړانګانو صفتونه کوي ، خو هغه ورته تر ټولو ډېر خطرناک وي

سپیانو ته تل په سپکه کتل کیږي ، خو هغه تل ساتونکي پاتې شوي

لوستل انسان کمال ته رسوي ، مشوره چمتوالی راولي ، او لیکوالي زیرکتیا پیدا کوي

په دې جهان کې که بریا غواړۍ ، نو د تل لپاره پخپلو موخو برلاسي اوسۍ

د غربت شپږ دروازې دي ، ډېر خوب ، حرام مال ، وېره ، غوصه ، اوږده موده پر بل چا تکیه کول

څنګه چې ته پر خپلو نېکونو فخر کوې،همداسې ته هم له خپلو لمسیانو لپاره فخر جوړ شه

یو سړي په لوړو لوړو ماڼیو کې فکر کاوه ، خپل ملګري ته یې وویل! هغه وخت چې دا مالونه تقسیمېدل مونږ چېر ته وو؟

ملګري له لاسه ونېوه شفاخانې ته یې وروست ول هغه وخت چې دا مرضونه تقسیمېدل مونږ چېر ته وو؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx