ورزش

د نړیوالو سیالیو په نه شتون کې شپږیزه او د شل اوریزو لیګ د کرکټ بورډ لومړیتوب

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ زمری، ۱۳۹۹ل): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د شپږیزه او د افغانستان شل اوریزو غوره لیګ سیالۍ په بریالیتوب سره ترسره کول ددوی لومړیتوب دی.

د کرکټ بورډ عمومي مدیر فرهان یوسفزي د یکشنبې په ورځ د یادې ادارې د ویدیو کنفرانس له لارې په مهالنۍ ناسته کې د ادارې کارکوونکو ته سپارښتنې وشوې تر څو ټولې چارې په خپل وخت ترسره کړي.

ښاغلي یوسفزي وویل: «څرنګه چې د کرونا نړیوالې وبا د کرکټ پر ډیرې چارو یو سلسله منفي تاثرات درلودل نو له دې وروسته اړتیا ده چې د کرکټ بورډ ټول پرسونل او کارکوونکي د کرکټ اړوندد په ټولو کارونو کې چټکتیا رامنځته کړي، تر څو پلان شوي کارونه پر وخت او په بریالیتوب سره ترسره شي».

د کرکټ بورډ رئیس د شپږیزه کرکټ لیګ او د افغانستان شل اوریزو غوره لیګ سیالیو ترسره کولو لپاره هوډ وښود او په وینا یې په دې لړ کې چټکې هڅې روانې دي.

د کرکټ بورډ مشر په دې تړاو زیاته کړه، «شپږیزه کرکټ ټورنمنټ او همدارنګه د افغانستان شل اوریزو غوره لیګ په ښه او اساسي بڼه ترسره کول د کرکټ بورډ لومړیتوب دی او موږ به ټول ممکنه هلې ځلې په کار واچوو تر څو دغه دوه مهم ټورنمنټونه په بریالیتوب سره ترسره کړو».

د کرکټ بورډ مشر په داسې حال کې د یادو لیګونو ترسره کول حتمي بولي چې د کرونا وبا له کبله د شل اوریزو نړیوال جام او د اسیایي جام سیالۍ راتلونکې کال ته وځنډیدې، او افغانستان په راتلونکې نږدې کې هیڅ نړیوالې لوبې نه لري.

ټاکل شوې ده افغان لوبډله په نومبر میاشت کې د استرالیا پر وړاندې ټیسټ سیالۍ ترسره کړي، خو په استرالیا کې د کرونا پېښو زیاتېدو ددې لوبې احتمال کم کړی دی.

له دې وړاندې د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي د فساد او بد اخلاقۍ په تور اجرائیه رئیس لطف الله ستانکزی له دندې ګوښه کړ، او زیاته یې کړه چې دغه ډول کړنې ورته په هره برخه کې هیڅ د منلو وړ نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x