افغانستان

غني: د والیانو ښځینه مرستیالانې د ځانګړو معیارونو په اساس ټاکل کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر ډاکټر محمداشرف غني وايي، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې به د والیانو لپاره ښځینه مرستیالانې د ځانګړو معیارونو له مخې ټاکل کیږي.

نوموړي دا څرګندونې تیره ورځ سمنګان ولایت ته د خپل نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې کړي او زیاته کړې یې ده، چې د والیانو د ښځینه مرستیالانو ګومارلو پروسه به په درېیو میاشتو کې بشپړه شي.

غني د هغو ګونګوسو په ځواب کې چې د والیانو ښځینه مرستیالانو د جنسي رشوت او خاصو اړیکو له مخې ټاکل کیږي، وویل چې په دې پروسه کې به پوره شفافیت نه کار اخیستل کیږي:

«په ۳۴ ولایتونو کې د ښځينه مرستیالانو د ټاکلو پروسه د ښځو چارو وزارت، د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون له خوا روانه ده. هيڅوک له دولتي چارواکو، وکیلانو، او دغه راز مهمو شخصیتونو سره د اړیکو پر اساس نه ټاکل کېږي. او هر څه به د ټاکلو معیارونو پر بنسټ په دریو میاشتو کې بشپړ شي.»

په حکومت کې د ښځو د ونډې زیاتولو په پلمه د کابل حکومت مشر ډاکټر محمداشرف غني تیره میاشت اعلان وکړ، چې د هېواد د ۳۴ ولایتونو والیانو لپاره یوه یوه ښځینه مرستیاله ګوماري، کومه پروسه چې د شنونکو په باور په دولتي اداراتو کې د زیات جنسي فساد ته لاره هواروي.

شنونکي وايي، د کابل حکومت دولتي ادارې او په ځانګړې توګه ولسمشرۍ ماڼۍ(ارګ) چې له تیرو څو کلونو راهیسې په کې د جنسي فساد او د دندو په بدل کې له ښځو د جنسي رشوت اخیستلو دوسیې رسنیزه غوغا جوړه کړې، د والیانو لپاره د ښځینه مرستیالانو ګومارل به دغه فساد ته لا وده ورکړي او په حکومت به د ولس بایللی باور نور هم کمزوری کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

د سکولار خو همدا کار وی چی څنکه د دین په حکمونو او د خلکو په اخلاقو ملنډي ووهی , د نارینه او ښځينه تر منځ اختلاط په حرمت کی خو څه شک نشته خو دا کفری طاغوتی دیموکراسی ستر بنست او شعار دی

جمیل

د دی ښځینه مرستیالانو معیارونه به خامخا د ارګ په دفترونو کی څیړل کیږی .

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x