د واحد فقیري سیاسي نوټونه

د امریکا اخبارونه او د جلال آباد د محبس ماتېدل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ زمري، ۱۳۹۹ل): نیویارک ټایمز د اګسټ پر ۳ لیکي د جلال آباد پر محبس باندي د یکشبنې په شپه د موټر بم تر حملې راوروسته د وسلوالو تهاجم پیل سو. د ځايي چارواکو په حواله، تر اوسه پوري لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل سوي او ۴۳ نور ټپیان سويدي. په تلفاتو کي ملکيان، بندیان، او امنیتي ځواکونه شامل دي.

نیویارک ټایمز لیکي ځیني مهاجمین، چي ځانمرګي واسکټونه اغوستي دي، د یوې پلازا پر بام یې مورچل نیولی او جنګېږي. ویل کېږي چي د محبس په داخل کي ۱۱ نورو جنګیالیو سنګر نیولی دی. 

نیویارک ټایمز لیکي داعش د دې خونړۍ حملې مسولیت منلی دی. د زندان  د ۱۵۰۰ بندیانو له جملې څخه درېیمه برخه داعشیان ول. باقي پاته بندیان طالبان او نور مجرمین ول. 

نیویارک ټایمز لیکي د څه وخت لپاره ګرده بندیان تښتېدلي ول. محلي میډیا وايي چي زیات بندیان خپلو کلیو ته رسېدلي دي. خو افغان چارواکي وايي اکثره طالب بندیان په بګرام کي دي.

نیویارک ټایمز لیکي چي ننګرهار د داعش یو پوخ مرکز دی. پدې سیمه کي طالبانو او داعشیانو سخت جنګونه سره کړيدي.  

اخبار لیکي چي دا حمله د اختر د اوربند په آخره ورځ کي وسوه. افغان چارواکي وايي د اوربند په دوران کي په تشدد کي د پام وړ کموالی راغلی وو. 

په همدې لړ کي، واشنګټن پوسټ د اګسټ پر ۳ لیکي کله چي د جلال آباد پر محبس حمله شروع سوه، د طالبانو ویاند سمدستي په یوه لنډ ټویټ کي د دې حملې مسولیت رد کړ.

واشنګټن پوسټ لیکي د ۲۰۱۵ راهیسي کله چي داعش په افغانستان کي د خپل موجودیت اعلان وکړ،‌دا حمله د هغوی تر ټولو ډارماتیک او پېچلې حمله ده. 

واشنګټن پوسټ لیکي له محبسه په سلهاوو بندیانو فرار کړیدی. 

بلخوا، وال سټریټ ژورنال د اګسټ پر ۳ لیکي داعش ددې حملې د سبب په باب څه ندي ویلي. دا حمله یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چي د افغان حکومت ځواکونو د داعش یو مشر قومندان د جلال آباد ښار ته څېرمه وواژه. 

وال سټریټ ژورنال لیکي داعش د طالبانو حریف او دوښمن دی. او دا حمله هغه تهدیدونه برملا کوي چي د امریکا او طالبانو د موافقې مخته پراته دي. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x