افغانستان

د ننګرهار په محبس برید د ۸ بریدګرو په وژلو پای ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ زمري، ۱۳۹۹ل): د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، ددې ولایت په مرکزي محبس برید د اتو بریدګرو په وژلو پای ته رسېدلی دی.

پرون ماښام شاوخوا اووه بجې د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د مرکزي محبس مخې ته لومړی موټر بم چاودنه او ورپسې یوه ډله وسله وال د محبس خواته ودانۍ ته وختل او د محبس ساتونکو عسکرو سره یې نښته پیل کړه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي واي، چې دغه نښته له شلو ساعتونو دوام وروسته نن ماسپښین پای ته رسېدلې او په ترڅ کې یې ۲۹ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپيان دي.

په ورته مهال ددفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ننګرهار محبس له بریدګرو څخه خالي شوی او دا مهال د محبس شاوخوا ته تصفیوي عملیات روان دي.

دفاع وزارت وايي، په دغو عملیاتو کې یې پنځه تنه بریدګر وژلي دي.

د ننګرهار په مرکزي زندان کې د چارواکو د معلوماتو له مخې ۱۷۹۳ بندیان ساتل کېدل، چې له دې ډلې ۱۰۲۵ تنه یې د تېښتې پرمهال بیرته نیول شوي، ۴۳۰ تنه ژغورل شوي او ۳۳۸ تنه نور بې درکه دي.

په دغه برید کې ایسارو یو شمېر زندانیانو رسنیو ته ویلي، چې تښتېدلي زندانیان دداعش ډلې اړوند ؤ او بریدګرو یو شمېر طالب زندانیان وژلي هم دي.

د ننګرهار په مرکزي محبس شکمن برید چې پرون ماښام  پیل شوی ؤ او شل ساعته یې دوام وکړ، پړه یې د داعش جګړ مارې ډلې په غاړه اخیستې ده، د خلکو ترمنځ یې ګڼې پوښتنې راپورته کړي دي.

وروسته له هغه چې طالبانو په زابل، جوزجان، کونړ او ننګرهار کې د داعش ډلې مرکزونه او پټنځایونه د سختو جګړو پایله کې ونیول، اوس طالبان او عام افغانان په دې باور دي، چې د یادې ډلې تښتېدلي جګړه ماران د کابل او جلال آباد په ګډون یو شمېر ښارونو کې د ملي امنیت په میلمستونونو کې پالل او ساتل کیږي.

د ننګرهار په مرکزي محبس د ډراماتیک وسله وال برید پړه د داعش وسله وال په داسې مهال په غاړه اخلي، چې طالبانو تردې وړاندې څو ځله په حکومت تور پورې کړی وو، چې د داعش تښتېدلو  جګړه مارانو ته يې په ښارونو او د ملي امنیت په میلمستونونو کې پناه ورکړې او له همغو ځایونو یې د سولې پروسې او عامو افغانانو په وړاندې د مرګونو بریدونو لپاره استخداموي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx