افغانستان

د ملي اردو د مامورینو پر بس سرتېری برید وشو

نن ټکی آسیا:نن سهار وختې څه کم اوه بجې د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند په کارته سخي سېمه کې د ملي اردو د منسوبینو او مامورینو پر لېږدونکي بس موټر باندې چاودنه شوې.
د عیني شاهدانو په وینا، چاودنه خورا زوروره وه او د شاوخوا ودانیو ښيښې یې ماتې کړې.
د کابل امنیه قوماندانۍ پېښه تایید کړه؛خو تر دې مهاله یې نور جزییات نه دي ورکړي.
تر اوسه پورې د شپږ افسرانو د وژل کېدو او اته تنو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی.
ویل کېږي، له پېښي وروسته سېمي ته د ملي اردو مبولانسونه رسېدلي او مړي او ټپيان يې روغتون ته انتقال کړي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې برید کې د ملي اردو د مامورینو موټر په بشپړه توګه تخریب شوی.
تر اوسه د پېښي پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x