افغانستان

د ننګرهار وکیله: د ننګرهار ولایت پوست بولۍ ته ورکړل شوی او په پیسو خرڅېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ زمري، ۱۳۹۹ل): په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازې «ارین یون» وایي، میاشت کېږي، چې یاد ولایت والي نه لري او پوست یې بولۍ ته ورکړل شوی، چې د لوړې بیې ورکوونکی به یې خپلوي.

ارین یون دغه څرګندونې د ننګرهار پر محبس باندې شوي برید او د یاد ولایت خراب امنیتي وضعیت ته په غبرګون کې لیکلې.

نوموړي ویلي « یوه میاشت شوه چې ننګرهار ولایت والي نه لري د ننګرهار د ولایت پوست بولي ته ورکړل شوی دی هر هغه کس چې ډیرې پیسې ورکړي دا چوکۍ به ګټي او والي صاحب به بیادا مصرف شوې پیسې بيرته د ننګرهار د خلکو د ستوني راباسي.»

د یون په خبره، په ننګرهار کې «پاک» او «مخلص» خلګ شته چې د والي کېدو وړتیا لري، مګر دا چې پیسې نه لري، نو پام نه ورته کېږي « ډیر پاک او مخلص خلک شته چې د ننګرهار د ولایت لپاره د والي په صفت راشي خو دوی بیا پیسې نه لري نو ننګرهاريان به څه کوی امنیت ورځ تر بلې خراپيږي او دا حالت د مافیا د تغذې لپاره ډیر مساعد حالت دی .»

یاده دې وي، چې تر دې وړاندې هم نارینه وو ته د پيسو او ښځو ته د جنسي رشوت په بدل کې د پوستونو ورکولو خبرونه رسنیز شوي وو او د اشرف غني نږدې سلاکارانو هم ورباندې اعتراف کړی و؛ خو حکومت یې په وړاندې  لا هم د پام وړ ګام لا هم نه دی پورته کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

دا به څوک و ویلای سی چی د دی فاسد رژیم په ولسی جرګه کی پخپله ارین یون د ننګرهار استازولی څنګه تر لاسه کړی ؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x