افغانستانروغتیا

افغان سفارت: له افغانستانه قاچاق شوي وینټلاټورونه پېښور کې پلورل کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۴ زمري، ۱۳۹۹ل): اسلام آباد کې د افغانستان سفارت وايي، د مصنوعي تنفس هغه ماشینونه(وینټلاټورونه) چې له افغانستان څخه پاکستان ته قاچاق شوي د خیبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د اتو(۸) زرو ډالرو په بدل کې پلورل کیږي.

پاکستان کې د افغان سفارت چارواکو هغه معلومات چې په دې اړه یې د قاچاقیانو استازو څخه ترلاسه کړي، د یو لیک له لارې کابل کې بهرنیو چارو وزارت ته لیږلي دي.

د سفارت د معلوماتو له مخې افغانستان سره مرسته شوي هغه ۳۲ پایې د مصنوعي تنفس ماشینونه(وینټلاټورونه) چې د عامې روغتیا وزارت د مامورینو لخوا د پیسو په بدل کې پاکستان ته قاچاق شوي، دا مهال په پېښور ښار کې د اتو زرو امریکايي ډالرو په مقابل کې پلورل کیږي.

وینټلاټورونه چې د مصنوعي ساه اخستنې د ماشینونو له ډلې دي، د کرونا د هغو ناروغانو لپاره حیاتي ارزښت لري، چې د ساه اخستنې ستونزو سره مخ او د سږو د خرابېدو امکان يې تر بل هر وخت زیات وي.

کابو یو میاشت  مخکې پژواک خبري آژانس د خپلو سرچینو په حواله یو راپور خپور کړ، چې په هغه کې پاکستان ته د ۳۲ پایې وینټلاټورونو د قاچاق موضوع سپړل شوې وه، که څه هم د عامې روغتیا وزارت ویاند او سلاکار «ایمل سمسور» په لومړیو کې له دغې موضوع څخه بې خبري ښودلې وه؛ خو لږ وروسته یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه موضوع په یو اړخیز ډول او له کوم دلیل پرته رد کړه: «د عامې روغتیا وزارت دغه موضوع کاملا ردوي او ددې راپور سرچینه مؤثقه نه ګڼي.»

له کرونا سره د مبارزې په برخه کې د افغان چارواکو او روغتیا وزارت لخوا د پراخ مالي فساد راپورونو سره همهاله پاکستان ته د مصنوعي تنفس ماشینونو د قاچاق موضوع په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو پراخ غبرګونونه راپارولي وو.

اوس چې په پاکستان کې افغان دیپلوماتانو هم دغه موضوع تایید کړه، د عامې روغتیا وزارت یې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

دا هم عجیبه ورته ښکاری چی له افغانستانه قاچاق سوی ماشینان په پیښور کی خرڅیږی ! ؟
هغه چی خپله مور(وطن) پر یوه نه پر پنځوسو خرڅوی دا څو ماشینان بیا څه شی دی .

دوکتور غروال

دی درواغجن غنی اودده وزیر مسلسله غوغا کوله چی دا ماشینونه پنجابی پاکستان ته ندی قاچاق شوی ، اوس ښکاره شوه چی د امریکا غلامانو دروغګوئي د کمونیستی شوروی غلامانو دروغګوئيانو څخه هیڅ توپیر نلری ، بلی دروغګوئی او فریبکاری ددوی اساسی مسلک دی ، ددوی تباهی په هیله !!!!

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x