روغتیا

هره ورځ د زرګونه کرونا پېښو سربېره د امریکا په ځينو ایالتونو کې ښوونځي پرانیستل شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ زمري، ۱۳۹۹ل): د امریکا په متحده ایالتونو کې ځینې مکتبونه په داسې حال کې پرانیستل کیږي چې لا هم دغه هېواد کې هره ورځ په اوسطا ډول شاوخوا ۶۰ زره کسان په کرونا اخته او نږدې ۱۰۰۰ کسان د ناروغۍ ښکار کیږي.

په جیورجیا ایالت کې ځينې مکتبونه د دوشنبې په ورځ (د اګست په ۳مه نیټه) په داسې حال کې پرانیستل شول چې په مارچ میاشت کې د کرونا وبا زیاتېدو له کبله تړل شوي وو.

د یاد ایالت یو کس چې راشیل اداموس نومیږي الجزیرې سره د مرکې پرمهال د خپل ۷ کلن زوی او ۵ کلنې لور په اړه وایي، ښوونځي ته یې د بچیانو استول ستونزمنه پریکړه وه، خو له یوه لوري د اولاد زده کړو او بل لوري ته د کرونا وبا پېښو اندیښمن کړی دی.

د افغانستان حکومت هم پریکړه کړې چې د کرونا وضعیت ته په کتلو به د زمري میاشتې له ۱۵مې نیټې څخه ښوونیز مرکزونه پرانیستل شي، دغه راز په دې تړاو پاکستان د سپتمبر میاشتې ۱۵مه نېټه ټاکلې ده.

د امریکا حکومت پریکړه کړې چې د هېواد په کچه زیات پوهنتونونه به راتلونکې سیمستر هم په انلاین ډول درسونه ترسره کوي، دوی په دې لړ کې بهرني محصلین هم امریکا ته په ورتګ بند کړي دي.

خو د ښوونځیو په اړه پریکړه په ایالتونو پورې تړل شوې، ځينې مکتبونه به یوازې انلاین وي، نور یې په بشپړ ډول شخصي لارښوونې لري او ډيری ښوونځي به دوه ګونه لارې ولري.

زیات ښوونځي په پام کې لري چې د دوه ګونه لارو څخه ګټه پورته کړي، هم زده کونکي ښوونځیو ته لاړ شي او هم د یوې مودې لپاره انلاین زده کړې ترسره کړي. په دې لړ کې ځینې ښوونځیو والدینو ته د ماشومانو لیږلو په اړه اختیار هم ورکوي.

د جورجیا ایالت د یو نهو ولسوالیو په بېلا بېلو سیمو کې لسګونه ښوونځي پرانیستل شوي چې لسګونه زره کسان له پنځه میاشتني ځنډ وروسته ښوونځیو ته ستانه شوي، په داسې حال کې چې ماسکونه یې پر مخ تړلي وي.

باید وویل شي چې د امریکا په جیورجیا ایالت کې تر دې دمه د کرونا ۱۹۳زره مثبتې پېښې ثبت شوي چط ۱۵۶زره لا هم فعاله دي، دغه راز له یاد ویروس څخه ۳۸۴۰ کسان مړه شوي دي، په داسې حال کې چې په ټوله امریکا کې د مثبتو پېښو شمېر نږدې ۵ ملیونه او د مړینې شمېر د ۱۵۸ څخه پورته شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x