افغانستانسولې اړوند خبرونه

غني له عمران خان سره د افغان سولې پروسې د تازه وضعیت په اړه خبرې کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د پاکستان له لومړي وزیر «عمران خان» سره د تلیفونی خبرو په مهال د دوه اړخیزو اړیکو په غښتلتیا او د افغان سولې پروسې د اوسني حالت په اړه غږېدلی.

د پاکستان د لومړي وزیر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې تلیفوني مکالمه کې عمران خان افغانستان کې د کرونا د رامنځته شوو تلفاتو له امله غني ته خپله غمرازي وړاندې کړې، د یادې ناروغۍ د کنټرول هیله یې څرګنده کړې او له کرونا څخه د ژغورلو په برخه کې يې د خپل هیواد تجربې ورسره شریکې کړې.

عمران خان ددې تر څنګ غني ته د افغان سولې په اهمیت ټینګار کړی او هیله یې ښودلې، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي تړون پلي کېدو ته لا زمینه برابره شي، تر څو له مخې یې د افغانانو خپلمنځي خبرې ژر تر ژره پيل شي.

خان د دوه اړخیزو اړیکو په غښتلتیا ټینګار کړی او په دې برخه کې د ګډ کار په اهمیت غږېدلی.

غني او عمران خان داسې مهال د افغان سولې په اړه غږېږي، چې د کابل حکومت له لوري د طالب بندیانو نه خلاصون د بین الافغاني مذاکراتو د پيلېدو راټوکېدلې هیلې مړاوې کړې او غني  تورن شوی، چې د واک د دوام په موخه د سولې پروسه سبوتاژوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x