افغانستانسولې اړوند خبرونه

ملا برادر اخند او مایک پمپیو د مذاکراتو د پيل لپاره د پاتې طالب بندیانو خلاصون اړین بللی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ زمري، ۱۳۹۹ل): د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس «ملا عبدالغني برادر اخند» او ورسره پلاوي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر «مایک پمپيو» سره ویډيويي خبرې کړې او د بین الافغاني مذاکراتو د پيل او اوسني وضعیت په اړه ورسره غږېدلي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» پر خپل ټويټر لیکلي، چې دا لیدنه نن ماښام د طالبانو د پلاوي او مایک پمپیو تر منځ وه چې په مهال یې د بین الافغاني مذاکرتو د پیل او اوسني وضعیت په اړه خبرې وشوې.

نوموړي وړاندې زیاته کړې «دواړو د خبرو د پیل لپاره اسلامي امارت د پاته بندیانو خلاصون مهم وباله. همداشان د امریکې خارجه وزیر د لوی اختر په مناسبت د اسلامی امارت له خوا د اعلان شوي اوربند هر کلی وکړ.»

د پمپیو او طالب استازو له لوري د پاتې طالب بندیانو په خلاصون ټینګار داسې مهال دی، چې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د طالب بندیانو د خلاصون په پروسه کې تازه شرایط راپورته کړي او د پنځه زره بندیانو له ډلې د پاتې څلور سوه طالب زندانیانو خلاصون یې د مشورتي لویې جرګې په پرېکړو پورې مشروط کړی.

غني ادعا کړې، چې دی د یاد شمېر بندیانو د خلاصون صلاحیت نه لري او په اړه به یې د مشورتي لویې جرګې له ګډونوالو څخه مشوره واخلي.

په ورته وخت کې طالبان بیا د مشورتي لویې جرګې رابلل یوه بهانه او د جګړې غځېدو ته د زمینې برابرولو هڅه بولي.

هغوی د حکومت یاد تصمیم د افغانستان د خلګو په زیان بولي او له سولې سره د ريښتیني چلند په کولو ټينګار کوي.

بل لور ته د سیاسي چارو شنونکي او کارپوهان هم د مشورتي لویې جرګې رابلل غیر منطقي  ګڼي، چې په خبره یې، د سولې شته فرصتونه ورسره ضایع کېدای شي.

د کابل پوهنتون استاد «فیض محمد ځلاند» وايي «مشورتي لویه جرګه یوه بهانه ده، چې نه یوازې جګړه او تاوتریخوالی زیاتوي؛ بلکې د سولې روانه پروسه هم له خنډونو سره مخ کوي.»

د پګواش بنسټ پخوانی رییس «خلیل صافی» هم په ورته اند دی، نوموړی د مشورتي لویې جرګې  رابلل د سولې د شته فرصتونو د ضایع کېدلو لامل ګڼي.

د جنبش ګوند مرستیال «عبدالله قرلق» د څلور سوه بندیانو لپاره د مشورتي لویې جرګې رابلل غیرمنطقي بولي ځکه په خبره یې پنځه زره بندیان خلاص شوي او شاید په هغو کې هم مهم او خطرناک وو؛ خو مشورتي جرګه نه ده ورته رابلل شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

و مکرو ومکرالله والله خیرالماکرین

طوطی

طالبان بهتره ده چی د مایک پمپیو آخند پرځای له خپلو افغانو سره خبری وکړی.

جمیل

طوطی وروره !
دا خو ښه خبره نه ده چی و یو کافر ته د آخوند کلیمه وکاروی او کافر آخوند وبولی .

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x