نظــر

د پښتون ژغورنې غورځنګ او د یوه افغان پوښتنې

نصیب ځدراڼ

د پښتون ژغورنې غورځنګ څنګه رامنځته شو؟

په ۲۰۱۰ کال کې په سویلي وزیرستان کې د تحریک طالبان پاکستان په ضد پاکستاني پوځ عملیات پیل کړل. د سیمې خلک مجبور شول چې له وزیرستانه د پاکستان نورو برخو ته هجرت وکړي، ډیری خلکو یې کراچۍ، ډیره اسماعیل خان، ټانک او پیښور ته کډې وکړي. دغو سیمو کې دوی دوو لویو مشکلاتو سره مخ وو: یو نویو ځایونو کې کورونه پیدا کول او دویم د حکومت له طرفه مشکلات وو چې په نوم وزیرستاني ته د شک په سترګه کتل. اکثر خلک چې د تحریک طالبان سره یې اړیکه نه درلوده بندیان شول او په کلونو ورک شول یا د پولیسو په لاس و وژل شول.د نورو ډیرو خلکو غوندي یوه بیلګه یې په ۱۴ جنوري ۲۰۱۸ کې د نقیب الله محسود مرګ و چې په پایله کې یې پي ټي ایم یا پښتون ژغورني غورځنګ په نوم تحریک رامنځ ته شو.

دا غورځنګ چې پخوا د محسود تحفظ مومنټ یا ایم ټي ایم په نوم بلل کیده، او بنسټګر یې منظور احمد پشتین ؤ چې د نقیب محسود د مرګ نه وروسته یې په اسلام آباد کې پرلت وکړ ،او د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم راڅرګند شو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ اساسي غوښتنې
د اسلام آباد په پرلت کې پي ټي ایم دولت ته خپلې پینځه غوښتنې وړاندې کړي،
اول: د وزیرستان څخه چیک پوسټونه یا پوځي پوستې ختمول یا هلته د ځايي خلکو سره خپل چلند ښه کول.

دویم: هغه بې درکه خلک چې په زندانونو کې پرته له کوم عدالت او محکمې پراته دي محکمې ته وړاندي کول.

درېیم: وزیرستان څخه د ځمکنیو مایونونو تصفیه کول.

څلورم: پرته له عدالت او محکمې چې کوم خلک وژل شوي هغوی انصاف ورکولو لپاره یو آزاد کمیسون جوړول.

پنځم: د پښتنو په سیمو کې د جنګ له وجې کوم مکتبونه، روغتونونه، دوکانونه او مارکیټونه نړیدلي د هغوی بیا رغول.

وروسته حالاتو دا جوته کړه چې د اسلام اباد پرلت یوازې احساساتي پرلت نه ؤ بلکې ډیر ژور اثر یې وکړ او پښتنو ته یې هغه څه وکړل چې نورو ملت پالو ګوندونو لکه عوامي نیشنل پارټۍ او پشتونخواه ملي عوامي پارټۍ په ډیر وخت کې د دوی لپاره ونه کړل، نه صرف په پاکستان بلکې په ټوله نړۍ کې د دوی په حق کې غږ پورته شو، د پاکستان په لویو ښارونو کې یې پراخ احتجانونه او پرلتونه وکړل، نتیجه یې له زندانونو څخه بې درکه خلک راخلاص یا عدالتو ته وړاندي شول، په وزیرستان او نورو سیمو کې د پوځ څخه د خلکو ویره کمه شوه او پوځ هم خپل چلند ورسره نرم کړ. که حقیقت ووایو پښتون ژغورنې غورځنګ د مظلومو د حق غوښتنې غورځنګ په حیث وپیژندل شو.د منظور پښتین سره خولۍ د مظلومو د حق غوښتنې د یوه سمبول په توګه وپیژندل شوه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ چا وکړ؟

د  پښتون ژوغورنې غورځنګ سره یوازې ملت پال خلک نه وو بلکې لوی شمیر د وزیرستان یا د پښتنو د جنګ ځپلو سیمو د هغو خلکو هم وو چې د کورنۍ غړي یې بې درکه یا وژل شوي وو،هغوی به د  خپلو کورنیو د غړو د انځورونو سره جلسو او پرلتو ته راتلل،او د هغې لارې به یې خپل درد د خلکو سره شریکولو، د وزیرستان تجاران، ځایې خلک یا هغه خلک چې جنګ کې تاواني شوي وو،کورونه یې نړیدلې وو د خپل غوښتنو د غږ پورته کولو لپاره د پي ټی ایم یو سټیج په لاس ورغی.

دویم ډیر داسې خلک چې سیکولر فکر یې درلود لکه د پیپل ډیموکرټیک فرنټ غړې عصمت شاه جهان، بشرا ګوهر، ګلالۍ اسماعیل، یا د عوامي نیشنل پارټۍ افراسیاب خټک او خان زمان کاکړ هم ورسره یو ځای شول.

درېيم سیاسي ګوندونه لکه پښتونخواه ملي عوامي پارټي ( چې مشر یې محمود خان اچکزی دی) د دوی څخه کلک ملاتړ وکړ، په جنوبي پښتونخواه ان تر کراچۍ یې د دوی سره په جلسو کې ګډون وکړ خو یوه ګټه یې دا هم تر لاسه کړه چې خیبر پښتونخواه او وزیرستان هغو سیمو کې یې خواخوږي پیدا کړل چیرته چې په ملت پال سیاست د عوامي نیشنل پارتۍ کنټرول و.

خو د وخت په تېرېدو سره داسې احساس شوه چې پښتون ژغورنې غورځنګ له خپلو اصلي او اساسي موخو څخه بې لارې شو.

هغه عوامل چې پښتون ژغورنې غورځنګ یې له خپل هدف بې لارې کړ:
د دغه غورځنګ د لایحې لومړۍ او دویمه ماده پر دې ټینګار لري، چې دا غورځنګ نه سیاسي ګوند دی او نه د کوم سیاسي ګوند او جریان برخه دی، خو د هر ګوند او ټولنیزو، خیریه تنظیمونو افراد پکې را ټولېدای شي. خو د دغه تحریک دوه مخکښ غړي علي وزیر او محسن داوړ انتخاباتو کې کاندیدان او پارلمان ته ورسیدل اوس نو دا بحث روان دی چې دا تحریک چې هدف یې د مظلومانو د حق لپاره غږ پورته کول وو دا څنګه یې هدف بدل کړ او په پارلماني سیاست یې پیل وکړ؟ او که هدف یې پارلماني سیاست وي نو بیا خپل اساسي هدف به څنګه تر لاسه کوي؟ داسې ویل کیږي چې د همدغه بحث له وجې پي ټي ایم په دوو ډلو ویشل شوی چې یو یې د منظور پښتنون، ندیم عسکر، عبدالله ننګیال دی څوک چې نه غواړي دا تحریک په سیاسي ګوند بدل شي او بل محسن داوړ، علي وزیر، افراسیاب خټګ او ډاکټر سید عالم  محسود دي او دوي په دي نظر دي چې موږ د پارلمان له لارې خپل غږ په سمه توګه خلکو ته رسولی شو.

دویم د افغان دولت او اشرف غني د پی ټي ایم په ملاتړ ټویټر او نورو ټولینزو شبکو کې نشرات کول وو چې د پاکستان حکومت ته پلمه په لاس ورغله چې د دې غورځنګ تر شا د افغانستان د ملي امنیت ریاست لاس دی، او پراخ تبلیغات یې وکړل چې پي ټي ایم هدف د حقوقو ترلاسه کول نه بلکې د افغانستان د دولت اهداف پر مخ وړل دي. حقیقت کې اشرف غني چې د افغانستان داخل کې محبوبیت د لاسه ورکړی وو، د پي ټي ایم د ملاتړ څخه یې وغوښتل چې د هغو خلکو ملاتړ تر لاسه کړي چې د پي ټي ایم  سره مینه لري.

درېيم سیکولر فکره خلکو د پی ټي ایم څخه ګټه پورته کړه او ځانونه یې نړۍ ته ور وپیژندل، لکه ګلالۍ اسماعیل چې د پي ټي ایم په استعمال امریکا ته ورسیده، عصمت شاه جهان چې د پي ټي ایم له سټیج نه یې خپل ګوند نیشنل ډیموکریټک فرنټ خلکو ته ور وپیژند، خان زمان کاکړ چې د پي ټي ایم له ادرسه مشهور شو او بیرته عوامي نیشنل پارټۍ ته ورغی او اوس د پي ټي ایم په خلاف نشرات کوي. نو هغه خلک چې واقعاً مظلوم وو خو ملت پال یا آزاد خیال نه وو،پي ټي ایم یې یو امید ؤ چې دوی ته به خپل حق وګټي، له دغو آزاد فکره خلکو د نفوذ له وجې د دي غورځنګ څخه په شا شول.

اوس د پښتون ژغورنې غورځنګ اهداف شیندلي ښکاري، ایا دا هغه غورځنګ دی چې د مظلومو خلکو حق لپاره یې احتجاجي سیاست کولو؟ که یو سیاسي ګوند دی چې پارلمان ته به ځي؟ او که داسې ګوند دی چې دا به د ملتپالنې اجنډا پر مخ وړي؟ که سیکولریزم لپاره به مبارزه کوي؟

له پي ټي ایم د یوه افغان پوښتنې:

زه د یوه افغان او د پي ټي ایم د یوه خواخوږي په حیث حق لرم چې له غورځنګ د ملاتړو یا مشرانو څو سوالونه وکړم او د دوی هر مدلل ځواب ته سترګې په لار یم.

که دوی د مظلومو خلکو حقوق غواړي نو اتلس کاله ناټو په زرګونو افغانان شهیدان کړل او اوس دا دنده د کابل ادارې پر غاړه واخیسته چې وروستۍ پیښې یې هرات او بلخ دي نو د دوی په اړه خپل غږ ولي نه پورته کوي؟لکه موږ چې د کوزې پښتونخوا د پښتنو پر مظلومیت دردېږو، دغسې موږ هم توقع لرو چې پي ټي یم به زموږ په درد دردېږي او زموږ اوښکې به هم پاکوي.

دوی د اشرف غني په ملاتړ خوښ دي او د لوی افغانستان خبره کوي نو دا ډیورنډ لاین باندي اغزن تار لګولو کار، تورخم، کونړ، او اوس په برامچه هلمند کې د پاکستان له طرفه د دروازو جوړولو کار د چا په واکمنۍ کې پیل شو؟یو سړی د دایمي اډو د تړون په نوم دا شته افغانستان خرڅوي څنګه به وکولی شي چې لوی افغانستان جوړ کړي؟

دوی د ظالمانو (لکه د کراچۍ د پولیسو افسر راؤ انور چې ۴۰۰ بیګناه خلک یې شهیدان کړل ) د سزا غوښتنه کوي نو دومره افغانان خو جنرال عبدالرازق، عزیز الله کاروان او د کابل د ادارې مشهورو قوماندانانو په یوه کال کې وژل،یوه بیلګه یې د کندهار په دښتو کې د مړو پیدا کیدل دي چې یواځې هډوکي،جامي او ساعتونه یې پاتي دي، نو بیا څنګه دا تمه لري چې د داسې ظالمانو په ملاتړ په دوی کامیابه شي؟

یو ډرون چې په وزیرستان کې پښتانه شهیدان کړي (که څه هم محسن داوړ یې ملاتړ کوي) هغه ظلم دی، خو که  د کابل د ادارې په همکارۍ او ملاتړ یې هلمند، پکتیا، لوګر او همداسې نورو ولایتو کې شهیدان کړي نو هغه بیا څه دي؟ ایا هغه پښتانه یا افغانان نه دي؟ مظلوم نه دي؟ انسانان نه دي؟!

امر الله صالح ستاسې ملاتړ کوي، لږ مو که له چا پوښتنه وکړه چې افغانستان کې یې د پښتنو سره څه رقم چلند وکړ؟

د بې درکه خلکو لپاره په پاکستان کې دوی مبارزه کوي خو په بګرام او پلچرخي کې کم و زیات دیرش زره افغانان زندانیان دي، او د کابل اداره د دوی د آزادولو په لار کې خنډونه جوړوي نو د مظلومانو د حقوقو د مبارزینو په حیث له اشرف غني یو ځل غوښتنه نه شي کولی چې باید دا هم آزاد کړي؟

کله چې ګیلامن وزیر بحرین کې ونیول شو هلته د یوه هیواد د ولسمشر په حیث یې څه کومک ورسره وکړ؟ او د عارف وزیر د قتل پر وخت یې ولي یو ټویټ ونه کړ؟

ستاسې ځني غړي په طالبانو پسې رد بد وایې، منو چې تاسې هم قربانۍ ورکړې خو د ښت لیلې نه تر قلعه جنګي او دا اتلس کاله د طالب د قربانیو لوی تاریخ پروت دی،مطالعه یې کړئ او له چا پوښتنه وکړئ چې په پرلت او جلسو به د خپل حق غوښتل سخت کار وي که د خپلې ګلالۍ ځوانۍ نه د باروتي موادو په تړلو او د غربي یرغلګرو په مراکزو کې د ځان لولپه کول به سخت وي؟

دا هغه پوښتنې دي چې د ډېرو افغانانو په زړونو کې د پي ټي ایم په اړه ګرځي. خصوصا هغوی چې د پي ټي یم د انساني داعیې ملاتړ کوي او خواخوږي ورسره لري. د پي ټي ایم مشرتابه ته په کار دي چې د دغو پوښتنو ته د ځواب په اړه سوچ وکړي او د خپلو دغو ملاتړو په زړونو کې ایسارې ګیلې ورځواب کړي.

په هر صورت دا مشوره ورته لرم چې د کوم اساسي هدف لپاره یې مبارزه پیل وه باید ځان تر هغې محدود وساتي، او افغانستان کې باید ظالم او مظلوم وپیژني، که څه هم د دوی دلته کومه ګټه یا تاوان را راسیدل ممکن نه ده خو ښه به دا وي چې پر ځای د دي چې د ظالم ملاتړ ته سترګې په لار وي د مظلوم اخلاقي ملاتړ وکړي. ځکه د مظلوم ملاتړ د پي ټي ایم د راپورته کېدو اصلي دلیل دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

زه د۶کالووم زماپلاردایوب خان په تحریک دپښتونستان په نامه افغانستان ته حجرت وکۍ خویوه ګټه یی داوکړه چه موږپه افعانستان کی تعلیم وکۍ که یی حجرت نه وای کړۍ په توبه کی مکتبونه نسته زه اوس د۷۵ کالو یم دادغفارخان اوصمد خا دعدم تشدد(دخواستیو) پښتونستان په دا-۶۹کاله نسوجوړ- روس چه ددنیا سوپرپاوروو یعی ۱۰چنده پرناټوقوی وودالله دجهادپه ذریعه په ۱۴ کاله ډیرذلیله له افغانستانه وواتۍ اوداسی مسکین سو چه سیاسری یی ووس هم په عصمت فروشۍ خپل فامیلونه ساتی یعنی داروپا،عربوټول دمرداریومرکزونه له دوی ډک دی ،زمامقصد په خواستیویوه خوانه کیږی جهاددخپل حق داخستودپاره پکاردۍ

طوطی

لږ طالبان هم ملامت کړی، کله یی د پښتنو د حقوقو لپاره غږ پورته کړی؟ په حقیقت کی دومره پښتانه چی طالبانو ووژل په ولاکه امریکایانو یا حکومت وژلی وی. آیا دغی پاڼی چی طالب پلوه ده کله هم د پښتون ژغورنی په ملاتړ کوم مطلب خپور کړی؟ ټولو سترګی سر ټیټی ته نوی غنی غنی یاده وی.

جمیل

طوطی وروره ! طالبانو هیڅکله د پښتنو د حقوقو لپاره ږغ ندی پورته کړی او پورته به یی نکړی خو د مسلمان او د افغان د حقوقو لپاره یی سر او مال قربان کړیدی او قربانوی یی . دا سپیڅلی د دین او د هیواد خادمان تبعیض او ځان ستاینه نه پیژنی ، پدوی کی ښه او بهتره هغه دی چی تقوا او اهلیت ولری ، که دوی خدای مکړه یوازی د پښتنو حقوق غوښتلای نن به د افغانستان نور اقوام تر یوه بیرغ لاندی د دوی ملاتړ نه کولای . پښتون زرغون د پښتنو د تظعیف لپاره د کفارو… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x