ټکنالوژي

ټرمپ د یو لړ فشارونو له کبله مایکروسافټ ته د «ټک ټاک» اخیستلو لپاره وخت ورکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ زمری، ۱۳۹۹ل): د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ بالاخره له یو لړ فشارونو وروسته له خپلې پریکړې واوښت او مایکروسافټ شرکت ته د یې ټک ټاک اخیستلو لپاره وخت ورکړ.

ټرمپ چې له دې وړاندې یې د مایکروسافټ او ټک ټاک ترمنځ د پیر او پلور تړون مخالفت کړی و او ددې د تړلو ګواښ یې کړی و، مایکروسافټ ته د ټک ټاک اخیستلو لپاره ۴۵ ورځې مهلت ورکړ، تر څو بشپړ معامله ترسره کړي.

د امریکا او چین ترمنځ په اقتصادي جګړه کې بېلا بېل شرکتونه اغیزمن کیږي، په دې لړ کې د ټکنالوژي اړوند شرکتونه تر ټولو وړاندې وي چې هېوادونه یې د یوه بل امنیتي جاسوسۍ لپاره کاروي.

امریکا پر چین تور پورې کړی و چې مشهور چینایي کاریال ټک ټاک په امریکا کې د معلوماتو د غلا کولو لپاره استعمالیږي، په دې تړاو ډونالډ ټرمپ ددې د تړلو خبرداری کړی و.

ډونالډ ټرمپ مایکروسافټ شرکت ته ویلي تر څو د مشهور مختصر ویدیویي کاریال ټک ټاک ترلاسه کولو لپاره خبرو اترو ته لاره هواره کړي، که چیرې په راتلونکو ۴۵ ورځو کې معامله خوندي نه کړي په امریکا کې به پر یاد کاریال بندیز ولګوي.

اوسمهال په امریکا کې ټک ټاک ۱۰۰ ملیونه کاروونکي لري، خو مایکروسافټ ته به ډیر لږ فرصت په لاس ورشي چې په دغه هېواد کې د فیسبوک او نورو خواله رسنیو سیال واقع شي. مایکروسافټ دغه راز د LinkedIn رسنۍ ملکیت هم لري.

ټرمپ د تیرې جمعې په ورځ د مایکروسافټ شرکت او ټک ټاک ترمنځ معامله رد کړې وه، خو د مایکروسافټ اجرائیه مشر ساتیا ناډیلا سره له لیدنې وروسته هغه خپله خبره بیرته واخیسته او په بدل کې یې د ۴۵ ورځو وخت ورکړ تر څو شرکت په خپل لاس کې واخلي.

بل لوري ته یو شمېر سرچینې وایي چې ټرمپ د خپل یو شمېر سلاکارانو او د هغه د ګوند د مخکښو چارواکو تر فشار لاندې خپل نظر بدل کړ.

ټک ټاک په نړۍ کې تر دې مهاله له ۱.۵ ملیارده ځلو څخه زیات ښکته شوی دی، خو یو شمېر شنونکي باور لري چې ټک ټاک د چین کمونیست ګوند ته د کاروونکو معلومات ورکوي.

له دې وړاندې هندوستان هم چین سره د اړیکو له خرابېدو وروسته د ټک ټاک سربېره په لسګونه چینایي کاریالونو بندیز ولګاوه. ټک ټاک په هند کې تر ټولو زیات کاروونکي لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x