ټولنیزه برخه

ډېری فریاد کوونکي ريښتوني نه وي

مولوي محمدرضاء رحماني

پخوا وخت کې یو یهودي تاجر وو ، ددې لپاره چې خپل سروت او مالداري له خپلو ګاونډیانو پټه وساتي نو داسې یې کول.

مخکې تر دې چې سهار خپله هټۍ خلاصه کړي ، اول به یې یوه یا دوه قاشوغې ګبین ( عسل) اوخوړل ، بیا به یې د خپلې خزانې آلماري راخلاصه کړه په هغه کې سرو او سپینو ته به یې وکتل ، بیا به یې هټۍ ته مخه کړه ، د هټۍ تر خلاصېدو وروسته به ډېر غمجن کېناستل.

ګاونډیان به چې دده د هټۍ تر مخه تېرېدل او دده غمجن حال به یې ولېدل نو پوښتنه به یې پرې وکړه ، څه خبره ده خیر خو به وي ، ولي دومره وار خطاء یې؟
یهودي تاجر به ورته وویل: های های فلانیه هغه څه چې زما تر خوله شوي دي خدای دې ستا تر خوله نکړي ، او هغه څه چې ما ولېدل خدای دې په تا ونه وینې.

دغه وخت به رېښتوني صادق مسلمان دده پر حال د خفګان اظهار وکړ او ورته وبه یې وویل ، آمین آمین.

خلاصه داده چې: ډېرۍ خلک شکایت او فریاد کوي، خو رېښتیا نه وایي ، همدارنګه ، ډېرۍ خلک به تاته دعاء کوي ، لکن د رېښتوني نیت څښتن به نوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x